د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي له لوري د هند کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي د يوې لوبې ٢٠ سلنه فيس جريمه شوي دي.
د هند او اسټراليا ترمنځ په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې، چې د جمعې په ورځ په سډني کې ترسره شوه، د هند لوبډلې په ټاکلي وخت کې ټول اورونه ترسره نه کړل او د Slow-over rate له امله يې ټول لوبغاړي د يوې لوبې د مېچ فيس ٢٠ سلنه جريمه شو.
د اى سي سي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي منلې ده، چې دوى په ټاکلي وخت کې اورونه نه دي ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اى سي سي د کوډ اف کنډکټ د ارټيکل ٢.٢٢ له مخې د اورونو له ټاکل شوي وخت څه په زيات وخت کې د اورونو په ترسره کولو به د لوبډلې ټولو لوبغاړو څخه د يوې لوبې د مېچ فيس ٢٠ سلنه ګرځول کېږي.
د اى سي سي د نوي اصولو له مخې، د ورو اورونو ترسره کولو له امله به د لوبډلمشر په نومرو کوم منفي تاثير ونه کړي.
د يادولو وړ ده چې هند او اسټراليا د جمعې په ورځ په سډني کې د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړه، چې اسټراليا د هند لوبډلې ته ٣٧٥ منډې هدف وټاکه، خو هندۍ لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې ٣٠٨ منډې وکړې او د ٦٦ منډو په توپير يې له اسټراليا څخه ماتې وخوړه.
د اسټراليا لپاره ارون فنچ او سټيو سميت په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې دواړو سليزې ووهلې او د اسټراليا په بريا کې يې مهم نقش ولوباوه. همدا راز سټيو سميت ته د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ورکړل شوه.
د اسټراليا او هند ترمنځ به دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د نومبر په ٢٩مه نېټه ترسره شي.