کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ښځينه بيګ باش ليګ اتلولي د سډني تنډر لوبډلې وګټله
سډني تنډر ښځينه لوبډله

د ښځينه بيګ باش ليګ اتلولي د سډني تنډر لوبډلې وګټله

د ښځينه بيګ باش سياليو په پايلوبه کې د سډني تنډر ښځينه لوبډلې زبردسته لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د ٧ ويکټو په توپير يې د ميلبورن سټارز ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړه چې د سږکال د بيګ باش ليګ اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ښځينه بيګ باش ليګ پايلوبه چې په سډني کې نن د ميلبورن سټارز ښځينه لوبډلې او سډني تنډر ښځينه لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، په پيل کې د ميلبورن سټارز لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د ميلبورن سټارز ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٨٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې کيترين برنټ ٢٢ ناسوځېدلې، انابيل سودرلېنډ ٢٠، ميګ لانينګ ١٣ او نتالي سکيوير ١١ منډې وکړې.

د سډني تنډر ښځينه لوبډلې له لوري ښه توپ اچونه ترسره شوه، چې شبنم اسماعيل او سمي جو جوهانسن ٢-٢ او پاتې نورو لوبغاړو ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٨٧ منډو هدف د سډني تنډر ښځينه لوبډلې په ١٣.٤ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په ستر توپير يې په پايلوبه کې بريا خپله کړه، چې د سږکال ليګ اتله شوه.

د دوى له لوري هيدر نايټ ٢٦ ناسوځېدلې، ريچل ټرينامان ٢٣ او ريچل هاينيس ٢١ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ميلبورن سټارز ښځينه لوبډلې له لوري کيترين برنټ، الانا کنګ او ټيس فلينټوف ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه شبنم اسماعيل ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې هر کال په اسټراليا کې د نارينه و د بيګ باش سياليو څخه مخکې د ښځينه بيګ باش سيالۍ ترسره کېږي، چې په دواړو سياليو کې په يو نوم لوبډلې ګډون کوي.

سږکال د نارينه و بيګ باش سيالۍ د دسمبر په ١٠مه نېټه پيلېږي، چې پنځه افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال هم پکې ګډون لري.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد، مجيب الرحمان، محمد نبي، راشد خان او نور احمد

افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې په څومره پېسو اخیستل شوي؟

د پاکستان سوپر لیګ يا پي ایس ایل شپږم پړاو سیالۍ چې د فبرورۍ په …