کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د رحمان الله ګربز او نوين الحق لوبډلې دويمه ماتې هم وخوړه
رحمان الله ګربز

د رحمان الله ګربز او نوين الحق لوبډلې دويمه ماتې هم وخوړه

په لنکا پريمئير ليګ کې د رحمان الله ګربز او نوين الحق لوبډلې دويمه ماتې هم وخوړه، که څه هم دواړو ښه توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړه، خو د باران له امله لوبه راکمه شوه چې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې د ډي ايل قانون له مخې په ٤ منډو بريا خپله کړه.

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) ٣مه لوبه د ډمبوله وايکينګ او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ په همبانټوټا کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې د کنډي ټسکرز لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ډمبوله وايکينګ لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر داسون شاناکا د ٤ شپږيزو او ٨ څلوريزو په مټ په ٣٨ توپونو ٧٤ منډې، سميت پټيل د ٢ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٣٧ توپونو ٥٧ منډې او نيروشان ډيکويلا ٢٥ منډې ترلاسه کړې.

د کنډي ټسکرز له لوري نوين الحق او اصيله ګونارتنى ٢-٢ لوبغاړي وسوځول. رحمان الله ګربز هم يو کېچ ونيولو.

د ١٩٦ منډو هدف په تعقيب د کنډي ټسکرز لوبه پيل کړه، خو وروسته په لوبه کې باران پيل شو، چې د باران له درېدو وروسته لوبه د ٢٠ اورونو پرې ځاى ٩.٤ اورونو ته راکمه کړاى شوه.

کنډي ټسکرز لوبډلې ته په ٩.٤ اورونو کې د ٨٩ منډو هدف ورکړل شوه، چې کنډي ټسکرز په ټاکلو ٩.٤ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٨٤ منډې وکړې او د ٤ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري کوشل مينډس ٣٤ ناسوځېدلې او رحمان الله ګربز ٣٠ منډې وکړې. د ډمبوله وايکينګ له لوري بيا انور علي، ملينډا پشپا کمار او لاهيرو مدوشنکا ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه داسون شناکا ته ورکړل شوه.

نن د لنکا پريمئير ليګ ٤مه لوبه د کولمبو کنګز او ګال ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. کولمبو کنګز لوبډله کې کريم صادق او قېس احمد او په ګال ګليډيټرز لوبډله کې حضرت الله ځاځى لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

جو روټ

انګلستان د سريلانکا د ١٣٥ منډو په ځواب کې ٤٢١ منډې وکړې

د سريلانکا او انګلستان ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې …