کورپاڼه / جالب / درې جالب خبرونه: د طلا هوټل، سست ځناور او د ٦.٢ ميليونه ډالرو انځور
د طلا هوټل، سست ځناور او انځور

درې جالب خبرونه: د طلا هوټل، سست ځناور او د ٦.٢ ميليونه ډالرو انځور

د وېتنام په پلازمېنه هنويي کې د ٢٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د طلا هوټل جوړ شوى دى، د دې هوټل په جوړولو کې د بهر له لوري طلا کارول شوې ده.

په هوټل کې دننه سامان هم له طلا څخه جوړ شوى دى او دلته چې کومو خلکو ته ډوډۍ وړاندې کېږي، په هغې کې هم له طلا څخه ګټه اخيستل شوې ده.

د طلا هوټل

دا هوتل د وېتنام يو ډيويلپر جوړ کړى دى چې ٢٥ پوړونه لري او په دې هوټل کې ټايلونه هم په لويه کچه د طلا لګول شوي دي. ويل کېږي چې په دې هوټل کې د يوې شپې تېرولو په بدل کې به ٢٥٠ امريکايي ډالر ورکوئ.

سست ځناور

په ټولنيزو رسنيو کې هغه ويډيو ډېره لاس په لاس کېږي، چې ځينې تر ټولو سست يا لټ ځناور پکې ليدل کېږي.

د مايکل اينډريس په نوم د فېسبوک يو کاروونکي د نړۍ د بېلا بېلو هغه ځناورو ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده، چې خلکو ساتلي دي، خو ډېر سست يا لټ دي.

په ويډيو کې ليدل کېږي، چې يوه پيشو دومره سسته يا لټه ده، چې له زينو څخه هم په سم ډول نه شي کوزېدى او ځان راکاږي، همدا راز يو سپى چې د مارکيټ له دروازې سره ولګېږي، بيا هم نه راپاڅېږي.

په ويډيو کې ليدل کېږي، چې په ژوبن کې يوه سپينه يږه ځان راکاږي او مخکې روانه ده، داسې نه شي کولاى چې راپاڅېږي او مزل وکړي.

په ويډيو کې دا هم ليدل کېږي، چې ځينې ځناور د هغوى مالکانو روان کړي دي يا هم د هغوى نورو ځناورو ملګرو روان کړي دي، خو دوى په خپله مزل نه کوي.

انځور

د يو اسټراليايي انځورګر يو انځور د هغه له مړينې ٢٨ کاله وروسته په ٦.٢ ميليونه اسټراليايي ډالرو وپلورل شو. دا انځورګر بريټ وايټلى نومېده چې په ١٩٩٢ کال کې مړ شوى دى، خو نن د هغه په لاس جوړ شوى يو انځور په ٦.٢ ميليونه اسټراليايي ډالرو پلورل شوى دى.

له دې څخه مخکې د دغه انځورګر دا انځور په ١٩٧٠ کال کې په ٥.٤ ميليونه اسټراليايي ډالرو ليلام شوى و.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه آله چې د سپي د آواز یا غپا په مطلب مو پوهوي تیاره شوه

د جنوبي کوریا د ټیکنالوژۍ یو شرکت یوه داسې آله جوړه کړې، چې په وسیله …