کورپاڼه / هنر او کلتور / پريټي زنټا: نن له خپل ژوند پوره خوند واخلئ، د سبا معلومات نشته

پريټي زنټا: نن له خپل ژوند پوره خوند واخلئ، د سبا معلومات نشته

د هندي سينما مشهوره هنرمنده د خپل يو مشهور فلم (کل هو نه هو) د ١٧ کلونو په پوره کېدو خوشحاله ده، چې په دې فلم کې له هغې سره شاه رخ خان او سېف علي خان هم کار کړى و.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، پريټي زنټا په انسټاګرام کې د خپل دغه فلم (کل هو نه هو) يادونه راتازه کړي دي. هغه وايي، چې دا داسې فلم دى چې زه يې خندولې هم يم او ژړولې هم، دا زما د ژوند يوه داسې تجربه وه چې په لفظونو کې يې څرګندول ګران دي. فکر کوم، دا زما تر ټولو غوره فلم دى.

شاه رخ خان، پريټي زنټا او سېف علي خان

پريټي زنټا همدا راز ليکي: ((زه تاسې ته يوه مشوره درکوم، نن له خپل ژوند څخه پوره خوند واخلئ، معلومه نه ده چې سبا به وي او که نه.))

پريټي زنټا د دغه فلم د يوې سندرې (کچ تو هوا هى) يوه ويډيو هم خپره کړې ده.

دې فلم د هند دوه ملي جايزې هم ترلاسه کړې وې، يوه جايزه سندرغاړي سونو نګم ته په (کل هو نه هو) سندره او بله د فلم موسيقي جوړونکي شنکر احسان ته ورکړل شوې وه.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Preity G Zinta (@realpz)


د دې فلم کيسه کرن جوهر ليکلې وه او دا فلم په ٢٠٠٣ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و.

د (کل هو نه هو) فلم په اړه ويل کېږي، چې په دې فلم کې لومړى د پريټي زنټا کردار کرينه کپور ته وړانديز شوى و، خو هغې په دې فلم کې له کار کولو انکار وکړ، چې وروسته بيا دا کردار پريټي زنټا ته وړانديز شو.

شاه رخ خان د دې فلم د ثبت پر مهال ناروغه شوى و او غوښتل يې چې په دې فلم کې کار پرېږدي، هغه همدا راز عمليات هم ترسره کړي و، خو له رغېدو وروسته يې بيا د دې فلم پاتې کارونه بشپړ کړل.

Loading...

دا هم ولولئ

حريم شاه او مفتي عبدالقوي (2)

حريم شاه: د مفتي قوي په څېر خلکو ته بايد درس ورکړل شي

د پاکستان د ټک ټاک مشهورې ستورې مفتي عبدالقوي ته تر څپېړې ورکولو وروسته ويلي …