کورپاڼه / بېلا بېل / سمندري کښتۍ چې په ١١٩ ورځو کې د ټولې نړۍ چکر درکوي، له مصارفو يې خبر شئ
سمندري کښتۍ ١

سمندري کښتۍ چې په ١١٩ ورځو کې د ټولې نړۍ چکر درکوي، له مصارفو يې خبر شئ

ايا کله مو په دې اړه فکر کړى دى، چې په ټوله نړۍ کې چکر ووهئ؟ حتماً به مو کړى وي، ځکه چې انسان غواړي د نړۍ چکر ووهي او په ټوله نړۍ کې وګرځي.

په لومړي ځل يو ايټاليايي شرکت MSC Cruises يو داسې لاره جوړه کړې ده، چې په سمندري کښتۍ کې مو په ټوله نړۍ کې ګرځوي. ستاسې د ټولې نړۍ دا سفر ١١٩ ورځې وخت اخلي.

دا سمندري کښتۍ به د جنورۍ په پنځمه نېټه د ايټاليې د جينيوا له بندرګاه څخه روان شي او ١١٩ ورځې وروسته به بېرته همدې ځاى ته راستون شي.

سمندري کښتۍ ٢

په دې سفر به ستاسې ١٣٠٠٠ امريکايي ډالر مصارف راځي.

هغه څوک چې غواړي په دې سمندري کښتۍ کې د ټولې نړۍ سفر وکړي، هغوى به وکولاى شي چې په ١١٩ ورځو کې ٦ لويې وچې او ٣٢ هېوادونه وګوري، دا سمندري کښتۍ به په ٣٢ هېوادونو کې ٤٩ ځايونو کې دمه کوي، تر څو خلک په يادو هېوادونو کې سياحت وکړي.

په هر بندرګاه کې چې دا سمندري کښتۍ ودرېږي، هلته به د ١٣ ساعتونو څخه نيولې بيا تر ٤ ورځو پورې دمه کوي، تر څو دا کسان په يادو هېوادونو کې چکر ووهي، سياحت وکړي، د هغوى له کلتور څخه خبر شي او د خپل سفر څخه خوند واخلي.

د سمندري کښتۍ لاره

دا سمندري کښتۍ ٤ رسټورانټونه لري، يوه 4D سينما لري، يوولس بارز لري، د لمبا حوضونه لري او د لوبو لپاره هم ډېر ځايونه لري. همدا راز ١٦ پوړونه لري چې ١٢٥٦ کېبنونه پکې دي او ٣٠١٣ مسافر پکې ځايېږي.

دا سمندري کښتۍ او د ١١٩ ورځو سفر د هغه خلکو لپاره ډېر په زړه پورې او له دلچسپۍ ډک دى، چې غواړي د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه ليدنه وکړي او د نړۍ د بېلا بېلو خلکو له ژوند او کلتور څخه ځان خبر کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

که نارينه ښځې ته دا ٦ جملې ووايي، نو زړه به يې وګټي

د ښځو خوشحالول ځانته يو هنر دى، خو دا هنر هر نارينه نه لري، هر …