کورپاڼه / ريکارډونه / د هندي بالر يوژيندرا چاهل منفي ريکارډ
يوژيندرا چاهل

د هندي بالر يوژيندرا چاهل منفي ريکارډ

د اسټراليا او هند ترمنځ په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې اسټراليايي توپوهونکو د هند مشهور توپ اچونکى يوژيندرا چاهل سخت وټکاوه او په يوه لوبه کې يې پرې ٨٩ منډې جوړې کړې، چې چاهل خپل پخوانى ريکارډ هم له دې سره مات کړ.

د معلوماتو له مخې، د هند او اسټراليا ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيل شوې ده، چې لومړۍ لوبه يې د جعې په ورځ په سډني کې ترسره شوه.

په دغه لوبه کې هندي توپ اچونکي يوژيندرا چاهل په ١٠ اورونو کې ١ ويکټ واخيستې او ٨٩ منډې يې ورکړې، چې نه يوازې ريکارډ پرې جوړ شو، بلکې د هند په ماتې کې يې هم مهمه ونډه لرله.

يوژيندرا چاهل په يوه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ٨٩ منډو په ورکولو سره خپل پخوانى منفي ريکارډ مات کړ او نوى منفي ريکارډ يې جوړ کړ، له دې مخکې نوموړي د انګلستان پر وړاندې په يوه لوبه کې په ١٠ اورونو کې ٨٨ منډې ورکړې وې.

د يادولو وړ ده چې په يوه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې تر ټولو زياتې منډې بيا د اسټراليا توپ اچونکي مک ليويس ورکړي دي، هغه په يوه لوبه کې په ١٠ اورونو کې ١١٣ منډې ورکړې وې، چې کومه ويکټ يې هم نه وه ترلاسه کړې.

همدا راز په ٢٠١٦ کال کې بيا د پاکستان وهاب رياض په ١٠ اورونو کې ١١٠ منډې ورکړې وې، له هغه وروسته بيا د راشد خان نوم راځي، چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام په يوه لوبه کې پرې ١١٠ منډې جوړې شوې وې. د انګلستان توپوهونکو له راشد خان څخه په ٩ اورونو کې ١١٠ منډې اخيستې وې.

همدا راز بوينشور کمار، نووان پراديپ، مارټين سنيډين، ټيم ساوټي، براين ويټوري، جېسن هولډر، وينى کمار، دولت ځدراڼ، حسن علي او انډريو ټاى نور هغه توپ اچونکي دي، چې په يوه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې ١٠٠ يا له سلو څخه زياتې منډې ورکړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان او شاهين شاه اپريدى

راشد خان له شاهين اپريدي مخکې شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى راشد خان په ٢٠٢٠ کال کې د …