کورپاڼه / روغتيا / که چېرته مالګه ونه خورو پر بدن مو کومې اغېزې پرېباسي؟
مالګه

که چېرته مالګه ونه خورو پر بدن مو کومې اغېزې پرېباسي؟

موږ هر وخت په عام ډول سره دا خبره ډېره اورو، چې ډېره مالګه د روغتیا لپاره خطرناکه ګڼل کېږي، چې بیا له خواړو سره هم ورته کړنه ترسره کوو او کمه یې استعمالوو. خو ځینې داسې خلک هم شته چې ددې ټولو لارښوونو سره بیا هم ډېره مالګه استعمالوي، چې پر روغتیا ناوړه اغېزې پرېباسي.

خو که چېرته حقیقت ته نظر ورکړو، نو مالګه زموږ د بدن لپاره اړینه ده، چې بیخي نه استعمال یې په روغتیا ډېر بد اغېز پرېباسلی شي.

راځئ چې د هغه ستونزو او ناروغیو په اړه معلومات ولولو، چې د مالګې په وسیله له منځه ځي!

  • هغه هورمونونه چې د وزن د ډېرېدو سبب ګرځي، ایوډین لرونکي مالګه یې برابر ساتي. که چېرته د مالګې استعمال پرېښودل شي، نو د هورمونونو په سیستم ناوړه اغېزې کوي، بدن ورسره چاغېږي، پوستکی سپوروي او د هډوکو او غضلو د درد سبب کېږي.

  • ویل کېږي چې مالګه د زړه لپاره زیانمنه ګڼل کېږي، خو سودیم لرونکي مالګه د هغه کسانو لپاره ګټوره وي، چې د زړه ناروغي ونه لري، خو که چېرته یې استعمال نه کړي، نو د زړه د کمزوري کېدو سبب یې هم ګرځي.

  • ویل کېږي چې ډېر سودیم د انسولینو په څېر فعالیتونه ترسره کوي، خو که چېرته سودیم کم شي، نو په انسولینو ناوړه اغېزې کوي او د وینې په لوړ فشار او د شکر په ناروغیو مو اخته کولی شي.

  • کله چې په بدن کې د د سودیم کچه راکمه شي، نو هغه نښې، نښانې پکې را څرګندېږي، چې په بدن کې د اوبو د کمښت په صورت کې راښکاره کېږي. چې بیا خوله ورسره وچېږي، د تندې احساس ورسره زیاتېږي او د سټریا احساس رامنځته کوي. دغه راز هغه کسان چې سودیم یې کم وي لږې تش متیازې هم کوي.

  • د مالګې په نه استعمال سره پر کلیسټرولو اغېز پرېوزي، چې د بدن د نورو غړو سربېره په زړه هم تاثیر غورځولي او د سر ګرځېدل هم پیدا کولی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د اینځرو حیرانوونکې ګټې

موږ ټول په دې پوهېږو چې الله ج انسان بې شمېره نعمتونه وربخښلي، چې په …