کورپاڼه / بېلا بېل / آیا په پرلپسې ډول د ذهني فشار ښکار یئ؟ یو سبب یې د ځیرک موبایلونو کارول هم کېداى شي
فشار

آیا په پرلپسې ډول د ذهني فشار ښکار یئ؟ یو سبب یې د ځیرک موبایلونو کارول هم کېداى شي

د شپې دولس بجې دي، اوس غواړئ چې د خوب لپاره تیاری ونیسئ، خو موبایل ته لاس کوئ او په ټولنېزو رسنیو کې فعالیتونه ترسره کوئ. دغه راز د ورځې په دوران کې د قدم وهلو لپاره له کور څخه بهر راوځئ، خو ددې پرځای چې د چاپیریال له ښکلاوو خوند واخلئ بیاهم په موبایل کې مصروف یئ. یعنې تاسو لپاره له موبایل څخه سر پورته کول ناممکن دي.

که همداسې وي نو تاسې یوازې نه یئ، بلکې په میلونونو خلک له ورته ستونزې سره مخ دي، خو ددې هر څه پایله به څه وي؟

هو، اوسمهال موبایلونه زموږ د ژوند برخه ګرځېدلي، خو هغه معلومات چط موږ یې ترې لاسته راوړو، په رواني روغتیا مو کوم ډول اغېزې پرېباسي؟

روغتیایي کارپوهان وایي، چې په پرلپسې ډول په ټولنیزو رسنیو کې مصروفېدل، زموږ په رواني روغتیا ناوړه اغېزې لرلی شي.

زموبایلونه څه ډول ذهني فشار ډېروي؟

د ارواپوهنې متخصص ماریه مورواټیډز وایي، چې زیات خبرونه لوستل یا اورېدل د ذهني فشار او نا آرامۍ سبب ګرځي. نوموړی وایي چې ډیجیټل توکي زموږ پر ذهن ناوړه اغېزې پرېباسي، چې بیا د ذهني وړتیاوو د ختمېدلو لامل ګرځي او په ذهني نا آرامۍ کې ډېروالی راولي.

ماریه زیاتوي چې په پرلپسې توګه په ټولنیزو رسنیو کې پاتې کېدل، زموږ دننه یو ډول فشار رامنځته کوي، چې ځینې کسان دې ته لېواله کوي، ترڅو ډېر لایکونه ترلاسه کړي، چې بیا یې دماغ ورسره عادت پیدا کوي. نوموړی وایي، چې ددې هر څه په نتیجه کې ورته آرامه اوسېدل ستونزمن کېږي، چې د ډودۍ پر وخت یا د وېده کېدو پر وخت یې خم ذهن نا آرامه ساتي او دا ځکه چې دوی ټوله ورځ د نوي څه د ترلاسه کولو په هڅه کې وي. خو دغه وخت د موبایل استعمال زموږ خوب ګډوډوي، چې بیا د نا آرامۍ او ډیپریشن د پیدا کېدو سبب ګرځي.

څنګه کولی شو چې ذهني فشار کنټرول کړو؟

  • لومړی خو باید د ټیکنالوژي استعمال کم شي.

  • باید د ټولنیزو رسنیو او د ایمیل نوټیفکیشن بند شي.

  • په انلاین ډول له بحث څخه ډډه وکړئ.

  • د موبایل د استعمال وخت وټاکئ.

  • له وېده کېدو څخه یو ساعت مخکې موبایل مه استعمالوئ

  • په ټولنیزو رسنیو کې هغه کسان او صفحې تعقیب کړئ، چې د خوشحالۍ احساس درکوي.

دغه راز که چېرته د موبایل د کارولو پر وخت د خپګان ښکار شوئ، موبایل کېږدئ او د قدم وهلو لپاره له کوره ووځئ.

Loading...

دا هم ولولئ

بليو سټېټ ښار ١

د نړۍ لومړنى په اوبو کې ګرځېدونکى ښار، دا ښار چېرته او د کورونو بيې يې څومره دي؟

په نړۍ کې په لومړي ځل يو داسې ښار جوړ شوى دى، چې په سمندر …