کورپاڼه / ريکارډونه / ايل پي ايل: انډري رسل په ١٤ توپونو چټکه پنځوسيزه ووهله
انډري رسل

ايل پي ايل: انډري رسل په ١٤ توپونو چټکه پنځوسيزه ووهله

په سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې د کولمبو کنګز لوبډلې لپاره لوبېدونکي چټک توپوهونکي انډري رسل سره دا چانس و، چې په ١٢ توپونو چټکه پنځوسيزه ووهي او څلورم لوبغاړى شي، چې په شل اوريزو لوبو کې دا کارنامه وکړي، خو نوموړى ونه توانېده او په ١٤ توپونو يې چټکه پنځوسيزه ووهله.

لنکا پريمئير ليګ کې د باران له امله د کولمبو کنګز او ګال ګليډيټرز لوبه د باران له امله په وخت پيل نه شوه، چې وروسته لوبه ٥-٥ اورونو ته راکمه شوه.

انډري رسل چې په پيل کې توپوهنې ته راکوز شو، چټکه توپوهنه يې پيل کړه او د شپږيزو او څلوريزو د وهلو هڅه يې وکړه، چې نوموړى په دې کې کامياب هم شو.

هغه په ١٤ توپونو باندې ٥٣ منډې وکړې او د لنکا پريمئير ليګ تر ټولو چټکه پنځوسيزه يې ووهله.

انډري رسل د لوبې تر پاى پورې ولاړ و، چې په ١٩ توپونو يې ٦٥ منډې ترلاسه کړې، هغه ٤ شپږيزې او ٩ څلوريزې ووهلې او ناسوځېدلى پاتې شو.

په پنځه اورونو کې کولمبو کنګز د ګال ګليډيټرز لوبډلې ته د ٩٧ منډو هدف وټاکه، چې يوازې ١ لوبغاړى يې سوځېدلى و، خو په ځواب کې يې ګال ګليډيټرز په ٥ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٦٢ منډې وکړې او د ٣٤ منډو په توپير کولمبو کنګز بريا خپله کړه.

د يادولو وړ ده چې په شل اوريزو لوبو کې د هند يوراج سينګ لومړنى توپوهونکى و چې په ١٢ توپونو يې د انګلستان پر وړاندې چټکه پنځوسيزه ووهله، له هغه وروسته بيا په ٢٠١٦ کال کې د ويسټ انډيز کريس ګيل هم دا کارنامه ترسره کړه او په بيګ باش ليګ کې يې په ١٢ توپونو پنځوسيزه ووهله.

په دريم مقام ورپسې بيا د افغانستان چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى و چې دا کارنامه يې ترسره کړه، نوموړي په افغانستان غوره ليګ کې د بلخ ليجينډز پر وړاندې په ١٢ توپونو پنځوسيزه ووهله، په دغه لوبه کې نوموړي په ١ اور کې ٦ شپږيزې هم ووهلې.

په ١٤ توپونو چې کومو توپوهونکو پنځوسيزې وهلي دي، په هغوى کې د عمران نظير، جي ايل بروپي، کى نويمه برنيټ، کيرون پولارډ، کولين مونرو، ايف بهرادين، کى ايل راهول او اې نيګي شامل دي.

دا هم ولولئ

شکیب الحسن په نړیوالو شل اوریزو لوبو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر شکیب الحسن په نړیوالو شل اوریزو لوبو …