کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انډري رسل کولمبو لوبډله بريالۍ کړه، د اپريدي او ځاځي لوبډله دويم ځل له ماتې سره مخ شوه
شاهد اپريدى او انډري رسل

انډري رسل کولمبو لوبډله بريالۍ کړه، د اپريدي او ځاځي لوبډله دويم ځل له ماتې سره مخ شوه

د لنکا پريمئير ليګ په نننۍ لوبه کې انډري رسل توپاني توپوهنه ترسره کړه او په ١٤ توپونو يې چټکه پنځوسيزه ووهله، چې کولمبو لوبډلې په ٣٤ منډو د ګليډيټرز څخه په لوبه کې بريا خپله کړه.

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) ٤مه لوبه د باران له امله تر ډېره پورې ځنډېدلې وه، چې د باران له درېدو وروسته لوبه ٥-٥ اورونو ته راکمه کړاى شوه.

د لوبې په پيل کې ګال ګليډيټرز پچه وګټله او لومړى يې د کولمبو کنګز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کولمبو کنګز په ټاکلو ٥ اورونو کې د ١ لوبغاړي په سوځېدو ٩٦ منډې وکړې، چې د ګال ګليډيټرز لوبډلې ته يې د ٩٧ منډو هدف وټاکه. انډري رسل توپاني توپوهنه ترسره کړه، نوموړي د ٤ شپږيزو او ٩ څلوريزو په مټ په ١٩ توپونو ٦٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او همدا راز په ١٤ توپونو يې چټکه پنځوسيزه ووهله، چې د لنکا پريمئير ليګ تر ټولو چټکه پنځوسيزه هم شوه.

انډري رسل

له هغه پرته لوري ايوانس هم په ١٠ توپونو ٢١ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د ګال ګليډيټرز له لوري اسيتا فرنانډو ١ ويکټ واخيسته.

د ٩٧ منډو هدف په تعقيب د ګال ګليډيټرز لوبډلې په ټاکلو ٥ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٦٢ منډې وکړې او د ٣٤ منډو په توپير يې دويمه ماتې هم وخوړه.

د دوى له لوري دنوشکا ګوناتيلکا ٣٠ ناسوځېدلې، شاهد اپريدي ١٢، عظم خان ١٠ ناسوځېدلې او حضرت الله ځاځي ٦ منډې ترلاسه کړې.

د کولمبو کنګز له لوري قېس احمد او اشان پريانجن ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه انډري رسل ته ورکړل شوه، چې نن يې تاريخي توپوهنه ترسره کړه.

کولمبو کنګز د نننۍ لوبې په بريا سره دوه لوبې وګټلې او د ٤ نومرو سره د جدول لومړي مقام ته لاړه، همدا راز ګال ګليډيټرز بيا دوه ماتې وخوړه او په جدول کې تر ټولو وروستۍ لوبډله شوه.

سبا په لنکا پريمئير ليګ کې کومه لوبه نه ترسره کېږي او د نومبر په ٣٠مه نېټه به دوه لوبې ترسره شي، چې لومړۍ لوبه به د ډمبوله وايکينګ او جافنا سټالونز او دويمه لوبه به د ګال ګليډيټرز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه مساوي شوه

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبلړۍ د اولې ټیسټ لوبې پنځمه …