کورپاڼه / خبرونه / “بابر اعظم حامله کړم او بیا يې پرېښودم”
بابر اعظم

“بابر اعظم حامله کړم او بیا يې پرېښودم”

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي بابر اعظم په اړه یوه ښځه وايي، چې هغه يې حامله کړې وه او بیا یې پرېښې وه.

بابر اعظم چې د پاکستان مخکښ توپوهونکی دی، یو ځل بیا يې په رسنیو کې په اړه پخوانۍ کیسې راتازه شوي دي.

پاکستاني رسنيو کې د خپروو شوو راپورونو له مخې، د حامزه مختار په نوم یوې ښځې رسنیو ته ویلي دي، چې بابر اعظم يې د ښوونځي د وخت ملګری دی، دواړو یو بل سره مینه درلوده، د دواړو کورنۍ هم په دې اړه خبرې وې او غوښتل يې چې واده وکړي.

دغه ښځه همدا راز زياتوي، چې بابر اعظم ورسره دوکه وکړه او هغه يې حامله کړه او بیا یې پرېښوده.

اوس د حامزه مختار په نوم دې ښځې یو ځل بیا په پاکستانیانو غږ کړی دی، چې د هغې ملاتړ دې وکړي او د انصاف په ترلاسه کولو کې دې له هغې سره ودرېږي، تر څو په راتلونکي کې د داسې  پېښو مخه ونیول شي.

دغه ښځه وایي، چې په بابر اعظم يې ډېر زیات مصارف کړي دي او هغه يې تر دې مقام رارسولی دی. نوموړې وايي چې تر مشهورېدو وروسته يې له هغې سره دوکه وکړه، حامله يې کړه او پرېښوده يې.

حامزه مختار همدا راز د پاکستان له کرکټ بورډ څخه هم غوښتنه کړې ده، چې هغه دې د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ لیرې شي.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د ښځې څو کاله مخکې هم په بابر اعظم ځینې تورونه پورې کړي و، چې وروسته يې بیا کوم ثبوت نه درلود.

د یادولو وړ ده چې بابر اعظم د پاکستان یو مخکښ توپوهونکی دی، هغه چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام څخه وروسته د شل اوریزو او پنځوش اوریزو بڼه لوبډلمشر ټاکل شوی و، په دې وروستیو کې د ټېسټ بڼې لوبډلمشر هم وټاکل شو، چې اوس د پاکستان د درې واړه بڼو لوبډلمشر دی.

د پاکستان لوبډله د بابر اعظم په مشرۍ اوسمهال په نیوزيلېنډ کې ده، چېرته چې به له نیوزيلېنډ سره سیالۍ ترسره کړي.

یاده دې وي چې تر دې مخکې هم د ځيني پاکستاني کرکټرانو په اړه داسې موضوعات رابرسېره شوي دي. د ځینې پاکستاني لوبغاړو غېر اخلاقي ویډیوګانې او چټونه هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي و.

Loading...

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ

ايا د هند لوبډله په اسيا جام کې ګډون نه کوي؟

په ٢٠٢٠ کال کې د پاکستان په کوربه توب ترسره کېدونکى اسيا جام د کورونا …