کورپاڼه / خبرونه / د اسټراليا لوبډلې د پښتون لوبغاړي فواد احمد مور د کورونا له امله مړه شوه
فواد احمد

د اسټراليا لوبډلې د پښتون لوبغاړي فواد احمد مور د کورونا له امله مړه شوه

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې د پښتون لوبغاړي فواد احمد مور د کورونا له امله مړه شوه، چې نوموړي يې په خپل ټويټر کې خبر خپور کړى دى.

فواد احمد چې د اسټراليا تابعيت لري او د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبېدلى دى، په اصل کې د خېبر پښتونخوا د مرغز اوسېدونکى دى.

نوموړي تېره ورځ د ټويټر اکاونټ څخه په يو ټويټ کې دا د غم خبر له خپلو مينه والو سره شريک کړى دى.

فواد احمد ليکلي دي، چې مور يې د کورونا ويروس له امله مړه شوه.

هغه ليکي: ((زه له خپلې نړۍ، خپلې رڼا او خپلو هيلو څخه محرومه شوم.)) هغه همدا راز له مينه والو څخه غوښتنه کړې ده، چې د هغه مور ته دعاوې وکړي.


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو محمد نبي او نجيب الله ځدراڼ له نوموړي سره د هغه د مور په مړينه غمرازي ښکاره کړې ده. همدا راز د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې زياترو لوبغاړو او د کرکټ مينه والو هم د هغه د مور په مړينه خپګان ښکاره کړى دى.


فواد احمد څو ورځې وړاندې له راشد خان سره په ټويټر کې په پښتو ژبې څو ټويټونه هم کړي و، راشد خان اسټراليا ته د رسېدو په اړه ټويټ کړى و، چې فواد احمد ورته (پخېر راغلى) ليکلى و او دواړو بيا پرلپسې څو ټويټونه له يو بل سره په پښتو ژبه کې کړي و.

د يادولو وړ ده چې ٣٨ کلن فواد احمد د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې لپاره ٣ نړيوالې يو ورځنۍ او ٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه خپله وروستۍ لوبه په ٢٠١٣ کال کې کړې ده.

نوموړي په پاکستان کې په کورنيو سياليو کې هم برخه اخيستې ده او همدا راز د نړۍ په بېلا بېلو تجارتي ليګونو کې هم لوبېدلى، چې د وروستي ځل لپاره په روان کال په کارابين پريمئير ليګ کې د ټرينباګو نايټ رايډرز لوبډلې لپاره ولوبېده.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان د ډيويډ وارنر په لار، جالبه ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په انسټاګرام کې يوه …