کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نيوزيلېنډ په دويمه لوبه کې هم ويسټ انډيز مات او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه
ګلين پيليپس

نيوزيلېنډ په دويمه لوبه کې هم ويسټ انډيز مات او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه

د نيوزيلېنډ لوبډلې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د ويسټ انډيز لوبډلې ته د ٧٢ منډو په توپير ماتې ورکړه او له دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د نيوزيلېنډ او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه نن په ماونټ مونګنويي کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ويسټ انډيز پچه وګټله او لومړى يې نيوزيلېنډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

نيوزيلېنډ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلين پيليپس د ٨ شپږيزو او ١٠ څلوريزو په مټ په ٥١ توپونو ١٠٨ منډې ترلاسه کړې، همدا راز ديون کانوى ٦٥ ناسوځېدلې او مارټين ګوپټيل ٣٤ منډې وکړې.

د ويسټ انډيز له لوري اوشان توماس، فابين الين او کيرون پولارډ ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٣٩ منډو هدف په تعقيب کې د ويسټ انډيز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٦ منډې وکړې او د ٧٢ منډو په ستر توپير يې له نيوزيلېنډ ماتې وخوړه.

د دوى له لوري کيرون پولارډ ٢٨، کيمو پاول ٢٦ ناسوځېدلې، شيمرون هيټماير ٢٥، انډري فليچر ٢٠ او کيلي مايرس هم ٢٠ منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له لوري مچل سانتنر او کيلي جېميسون ٢-٢، ټيم ساوټي، لوکي فيرګوسن، ايش سودهي او جېمز نيشام ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلين پيليپس ترلاسه کړه، چې نن يې سليزه ووهله. د نوموړي سليزه د يوه نيوزيلېنډي توپوهونکي له لوري په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې تر ټولو چټکه سليزه هم شوه.

د ويسټ انډيز لپاره نن کيلي مايرس خپله لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړه.

د نننۍ لوبې په بريا سره نيوزيلېنډ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې دوه لوبې وګټلې او له دې سره يې د ٢-٠ سره لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د نيوزيلېنډ او ويسټ انډيز ترمنځ دريمه يا وروستۍ نړيواله شل اوريزه لوبه به د نومبر په ٣٠مه نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هند لوبغاړى

هند د اسټراليا د ٣٣٨ منډو په ځواب کې ٢٤٤ منډې وکړې

د دريمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هند توپوهونکي ونه توانېدل چې د …