کورپاڼه / تجارتي ليګونه / په سريلانکايي ژبه کې د رحمان الله ګربز خبرې + ويډيو
رحمان الله ګربز (2)

په سريلانکايي ژبه کې د رحمان الله ګربز خبرې + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز چې اوسمهال په سريلانکا کې د لنکا پريمئير ليګ کې لوبېږي، تازه يې يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده.

رحمان الله ګربز په لنکا پريمئير ليګ کې د کنډي ټسکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، که څه هم نوموړي په دواړو لوبو کې ښه توپوهنه ترسره کړه، خو بدبختانه د هغه لوبډلې په دواړو لوبو کې ماتې وخوړه.

پرون د رحمان الله ګربز ١٩مه کليزه وه، چې نن د کنډي ټسکرز لوبډلې د هغه يوه ويډيو په ټويټر کې خپره کړې ده.

په دې ويډيو کې چې رحمان الله ګربز پکې په انګليسي ژبه کې خبرې کوي، په وروستيو کې پکې د سريلانکايي ژبې ځينې ټکي هم ووايي.


رحمان الله ګربز په ويډيو کې وايي، چې زه په سريلانکا کې ډېر خوشحاله يم او له هرې صحنې څخه پوره خوند اخلم. نوموړي له هغه ټولو کسانو څخه هم مننه کړې ده چې هغه ته يې د کليزې مبارکي ويلې ده.

هغه زياتوي، چې موږ وروستۍ دوه لوبې وبايللې، خو هيلې به له لاسه نه ورکوو او بېرته به له ښه کم بېک سره راګرځو. زموږ ملاتړ وکړئ.

نوموړى همدا راز بيا په سريلانکايي ژبه کې هم د کنډي ټسکرز لوبډلې مينه والو ته وايي، چې زموږ ملاتړ وکړئ.

کنډي ټسکرز لومړۍ لوبه د کولمبو کنګز پر وړاندې ترسره کړه، چې رحمان الله ګربز پکې په ٢٢ توپونو ٥٣ چټکې منډې وکړې، خو لوبه مساوي شوه، چې په سوپر اور کې بيا کولمبو کنګز بريا خپله کړه.

همدا راز دويمه لوبه يې بيا د ډمبوله وايکينګ لوبډلې سره ترسره کړه، چې په دې لوبه کې رحمان الله ګربز په ١٨ توپونو ٣٠ منډې ترلاسه کړې، خو لوبه کې باران هم وشو او د ډي ايل قانون له مخې ډمبوله وايکينګ د ٤ منډو په توپير بريا خپله کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد، مجيب الرحمان، محمد نبي، راشد خان او نور احمد

افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې په څومره پېسو اخیستل شوي؟

د پاکستان سوپر لیګ يا پي ایس ایل شپږم پړاو سیالۍ چې د فبرورۍ په …