کورپاڼه / هنر او کلتور / ګل څانګه: واده ځکه نه کوم، چې خاوند به مې راباندې بندېزونه ولګوي او خپلې خوښې ته به مې نه پرېږدي
ګل څانګه

ګل څانګه: واده ځکه نه کوم، چې خاوند به مې راباندې بندېزونه ولګوي او خپلې خوښې ته به مې نه پرېږدي

د کوزې پښتونخوا د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې ګل څانګه وايي، چې واده ځکه نه کوي، چې بيا به يې پرې خاوند بندېزونه ولګوي او خپلې خوښې او خپلو ارمانونو پوره کولو ته به يې نه پرېږدي.

ګل څانګه چې لومړى يې په پښتو ډرامو کې هم کار کاوه، اوس يوازې سندرې وايي او ډېر البمونه يې هم خپاره شوي دي. په دې وروستيو کې د هغې سندرې په ټولنيزو رسنيو، په ځانګړې توګه په يوټيوب کې خپرېږي.

د ډيوه راډيو خبريال فاروق فراق له نوموړې سره مرکه کړې ده.

ګل څانګه ٤

په دغه مرکه کې ګل څانګه وايي، چې له کوچنيوالي يې له سندرو سره شوق و، بيا چې کله هنري نړۍ ته راغله نو په يو شمېر ډرامو کې يې هم کار وکړ، په فلمونو کې هم ورته د کار وړانديز وشو، خو هغې په فلمونو کې کار ونه کړ، ځکه غواړي چې خلک يې د يوې سندرغاړې په توګه وپېژني.

ګل څانګه چې مور و پلار يې مړه شوي دي او اوس له خپلو وروڼو سره اوسېږي، وايي چې په پيل کې يې کورنۍ مخالفت وکړ، خو يو ورور يې د هغې تر څنګ ودرېده او اوس يې هېڅوک هم مخالفت نه کوي.

ګل څانګه ٣

ګل څانګه لا پېغله ده او وايي چې نه يې مينه کړې او نه يې هم لا واده ته زړه دى. د يوې پوښتنې په ځواب کې ګل څانګې ډيوه راډيو ته وويل، چې واده له دې امله نه کوي، چې اوس يې د خپل خوښې او ازاد ژوند دى، که چېرته واده وکړي، نو بيا به يې ژوند د خاوند او د هغه د کورنۍ په خوښه وي.

هغه وايي، پوهېږم چې له واده وروسته به راباندې بندېزونه ولګېږي او بيا به خپل ارمانونه او خپلې هيلې پوره نه کړاى شم.

ګل څانګه چې په پېښور کې رالويه شوې ده، اوس هم په پېښور کې ژوند کوي. هغې تر لسم پورې زده کړې هم ترلاسه کړې دي او له هغه وروسته يې هنري نړۍ ته مخه کړې ده.

ګل څانګه ٢

نوموړې وايي، چې د پښتو ژبې د نورو سندرغاړو په څېر بېلا بېلو هېوادونو ته د کنسرټونو لپاره نه ځي او يوازې په پاکستان او افغانستان کې خپل هنري فعاليتونه ترسره کوي.

ګل څانګه دا هم وايي، چې له رسنيو څخه ليرې ګرځي او لامل يې دا دى چې ډېرې خبرې يې نه خوښېږي، هغه وايي چې يوازې په ټولنيزو رسنيو کې له خپلو مينه والو سره خپلې نوې سندرې او عکسونه خپروي او نور نه غواړي چې په رسنيو کې دې ډېره راڅرګنده شي.

ګل څانګه ١

ګل څانګې د مينې په تړاو په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې هغه په چا تراوسه نه ده مينه شوې، خو په هغې باندې ډېر خلک مين دي. هغه وايي چې د مينېدو يو لامل يې ښايي دا هم وي، چې ملګرو يې له مينې ويرولې ده، چې انسان پکې د زړه په رنځ اخته کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاريش راول او اکشى کمار

اکشى کمار او پاريش راول د OMG دويم فلم جوړوي

په ٢٠١٢ کال کې د هندي سينما مشهور فلم OMG يا Oh My God نندارې …