کورپاڼه / د لوبو راپورونه / اسټراليا په دويمه لوبه کې هند مات او لوبلړۍ يې هم په خپل نوم کړه
ارون فنچ او ويراټ کوهلي

اسټراليا په دويمه لوبه کې هند مات او لوبلړۍ يې هم په خپل نوم کړه

اسټراليا په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې په لوبه کې يې د ٥١ منډو په توپير هند ته ماتې ورکړه او له دې سره يې د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم ترې وګټله.

د اسټراليا او هند ترمنځ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه نن په سډني کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې اسټراليا پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

اسټراليا په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٣٨٩ منډې وکړې، چې سټيو سميت په ٦٤ توپونو ١٠٤، ډيويډ وارنر ٨٣، مارنوس لابوشين ٧٠، ګلين ميکسويل په ٢٩ توپونو ٦٣ او لوبډلمشر ارون فنچ ٦٠ منډې وکړې.

سټيو سميت

د هند له لوري محمد شامي، جسپريت بومرا او هارديک پانډيا ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٣٩٠ منډو هدف په تعقيب د هند لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٣٣٨ منډې وکړې او د ٥١ په توپير يې په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې وخوړه.

د دوى له لوري لوبډلمشر ويراټ کوهلي ٨٩، کى ايل راهول ٧٦، شرياس اير ٣٨، شيکر دهون ٣٠، ماينک اګروال ٢٨ او هارديک پانډيا هم ٢٨ منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري پاټ کومنز ٣، جوش هازلووډ او اډم زمپا ٢-٢، موسيس هينريکس او ګلين ميکسويل ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سټيو سميت ته ورکړل شوه.

دا دواړو لوبډلو ترمنځ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه وه، چې اسټراليا د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې په ٢-٠ سره بريا خپله کړه او د دې سياليو دريمه يا وروستۍ لوبه به د دسمبر په ٢مه نېټه په کانبرا کې ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې په تېره لوبه کې هم سټيو سميت سليزه وهلې وه چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړې وه، همدا راز ويراټ کوهلي په دې لوبه کې بيا په نړيوالو لوبو کې د ٢٢ زرو منډو هدف هم پوره کړ.

ګلين ميکسويل، مارنوس لابوشين، سټيو سميت، ارون فنچ او ډيويډ وارنر

بل لوري ته په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې دا دويم ځل شو، چې د اسټراليا لومړنيو پنځه غوره توپوهونکو له پنځوس څخه زياتې منډې ترلاسه کړې، دا کارنامه اسټراليا په ٢٠١٣ کال کې د هند پر وړاندې ترسره کړې وه او دا دويم ځل شو چې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې دا کارنامه يو ځل بيا اسټراليا ترسره کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

هند لوبغاړى

هند د اسټراليا د ٣٣٨ منډو په ځواب کې ٢٤٤ منډې وکړې

د دريمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هند توپوهونکي ونه توانېدل چې د …