کورپاڼه / بېلا بېل / په ژمي کې په يخه يا سړه کوټه کې د خوب کولو ګټې
خوب

په ژمي کې په يخه يا سړه کوټه کې د خوب کولو ګټې

د ژمي په موسم کې هر چاته د ګرمې کوټې اړتیا وي او هر څوک په دې هڅه کې وي، ترڅو په ګرمه کوټه کې په آرامه بستر خوب وکړي، خو په ګرمه کوټه کې خوب کول ګټور نه تمامېږي او ددې برعکس په یخه یا سړه کوټه کې خوب کول د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي.

راځئ چې په یخه کوټه کې د خوب کولو ګټې وپېژنو!

١-: تازه او ځوان مو ساتي:

په یخه کوټه کې د خوب په کولو سره په بدن کې د میلاټنین په نوم هورمون افرازېږي، چې د خوب هورمون هم ورته ویل کېږي. دا هورمون د انټي اکسایډو څخه جوړېږي، چې د زړښت اغېزې ختموي او انسان تازه ساتي.

٢-: بې خوبي له منځه وړي:

روغتیایي کارپوهانو د یو څېړنې له مخې ویلي دي، چې د بې خوبۍ یو سبب په بدن کې د تودوخې د درجې پورته کېدل دي او هغه کوټې چې د تودوخې درجه یې کمه وي، د آرامه خوب لپاره ترټولو ګټورې ګڼل کېږي.

٣-: له ذهني فشار څخه مو ژغوري:

په ګرمو کوټو کې بدن د کارټي سول په نوم هورمون افرازوي، چې په پایله کې ذهني فشار ډېروي. خو په هغه کوټو کې چې د تودوخې درجه یې کمه وي، نو بدن پکې ذکر شوی هورمون په کمه اندازه افرازوي او په دې ډول مو له ذهني فشار څخه هم ژغوري.

٤-: له خطرناکو ناروغیو مو ژغوري:

په ګرمه کوټه کې خوب کول مو له ډېرو داسې ناروغیو څخه ژغوري، چې د میتابولېزم سره سروکار لري یا د میتابولیزم په عمل کې ستونزې رامنځته کوي، د مثال په توګه د شکر او داسې نورو ناروغیو څخه مو ژغوري.

٥-: درد او سوخت ختموي:

کله چې د بدن ځینې برخې په درد شي، نو د یخ د ټوټو په وسیله آرام مومي او درد یې ختمېږي. همدغه ډول اغېزې په یخه کوټه کې هم شتون لري، چې په پایله کې د بدن درد آراموي او درد یې له منځه وړي.

Loading...

دا هم ولولئ

امريکايۍ ښځه

امريکايۍ ښځې ولې ١٠٠ ورځې تور کالي اغوستي؟

د امريکا يوې ښځې يو چېلنج قبول کړ او تر ١٠٠ ورځو پورې يې تور …