کورپاڼه / ريکارډونه / اسټراليا په هندۍ لوبډلې ريکارډ جوړ کړ
ګلين ميکسويل، مارنوس لابوشين، سټيو سميت، ارون فنچ او ډيويډ وارنر

اسټراليا په هندۍ لوبډلې ريکارډ جوړ کړ

د اسټراليا لوبډلې توپوهونکو نن په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې په هندۍ لوبډله باندې ريکارډ جوړ کړ. دا دويم ځل دى چې په يوه لوبه کې داسې ريکارډ جوړېږي.

نن د هند پر وړاندې اسټراليا لومړى توپوهنه ترسره کړه، چې د ٣٩٠ منډو هدف يې ورته وټاکه.

په دې لوبه کې د اسټراليا لومړنيو پنځه توپوهونکو له ٥٠ څخه زياتې منډې ترلاسه کړې، او په نړيوالو يو ورځنيو سياليو کې دا دويم ځل دى چې پنځه لومړني توپوهونکي په يوه لوبه کې تر پنځوس څخه زياتې منډې ترلاسه کوي.


په دې لوبه کې ډيويډ وارنر ٨٣، ارون فنچ ٦٠، سټيو سميت ١٠٤، مارنوس لابوشين ٧٠ او ګلين ميکسويل ٦٣ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې په پرلپسې ډول په همدغه ترتيب توپوهنې ته راکوز شوي و.

دا کارنامه په لومړي ځل په ٢٠١٣ کال کې هم اسټراليايي توپوهونکو د هند پر وړاندې ترسره کړې وه او نن يې هم د هند پر وړاندې ترسره کړه.

په ٢٠١٣ کال کې د اکتوبر په ١٦مه نېټه د هند په جېپور کې د اسټراليا او هند ترمنځ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کېده، چې اسټراليا پکې لومړى توپوهنه ترسره کړه.

په دغه لوبه کې هم د اسټراليا لومړنيو پنځه توپوهونکو له ٥٠ څخه زياتې منډې ترلاسه کړې او هند ته يې د ٣٦٠ منډو هدف وټاکه.

په دغه لوبه کې ارون فنچ ٥٠، پيليپ هيوز ٨٣، شين واټسن ٥٩، جارج بېلي ٩٢ ناسوځېدلې او ګلين ميکسويل ٥٣ منډې ترلاسه کړې وې.


ارون فنچ او ګلين ميکسويل هغه وخت هم د هند پر وړاندې په لوبه کې لوبېدل او نن هم دواړه د هند پر وړاندې ولوبېدل، چې د دويم ځل لپاره اسټراليا دا کارنامه ترسره کړه.

خو د ٢٠١٣ کال په دغه لوبه کې بيا هند په ٩ ويکټو د اسټراليا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، په دغه لوبه کې روهيت شرما ١٤١ ناسوځېدلې، ويراټ کوهلي ١٠٠ ناسوځېدلې او شيکر دهون ٩٥ منډې کړې وې، چې د ٣٦٠ منډو هدف يې پوره کړى و.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان او شاهين شاه اپريدى

راشد خان له شاهين اپريدي مخکې شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى راشد خان په ٢٠٢٠ کال کې د …