د هند او اسټراليا ترمنځ په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د اسټراليا مخکښ توپوهونکى ډيويډ وارنر د توپ د نيولو پر مهال ټپي شو، چې ويل کېږي نوموړى روغتون ته انتقال شوى دى.
د هند او اسټراليا ترمنځ په سډني کې دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه روانه ده، چې د هند د توپوهنې پر مهال په څلورم اور کې ډيويډ وارنر د توپ د نيولو پر مهال ټپي شو.
که څه هم نوموړي ته په عاجله توګه په لوبغالي کې ناست ډاکټران ورورسېدل او د هغه لومړنۍ درملنه يې ترسره کړه، خو هغه ګرځېداى نه شو او له مېدان څخه بهر کړاى شو.
اوس تازه ويل شوي دي، چې د پرلپسې دردونو له امله نوموړى د لا ډېرې روغتيا په موخه نږدې روغتون ته وړل شوى دى.
د يادولو وړ ده چې اسټراليا په دې لوبه کې لومړى توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې يې د ٣٩٠ منډو هدف د هند لوبډلې ته وټاکه.
د اسټراليا لپاره سټيو سميت ١٠٤، ډيويډ وارنر ٨٣، مارنوس لابوشين ٧٠، ګلين ميکسويل ٦٣ ناسوځېدلې او ارون فنچ ٦٠ منډې ترلاسه کړې.
هند د ٣٩٠ منډو هدف په تعقيب توپوهنه ترسره کوي، چې تراوسه پورې يې په ٤٣.٢ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٢٨٦ منډې ترلاسه کړې دي او په ٤٠ توپونو ورته ١٠٤ منډې پکار دي.
د هند لپاره ويراټ کوهلي ٨٩ منډې کړې دي او همدا راز کى ايل راهول بيا په ٧٦ منډو ناسوځېدلى ولاړ دى، چې له هغه سره هارديک پانډيا هم ملګرتيا کوي چې ٢٢ ناسوځېدلو منډو باندې ولاړ دى.