کورپاڼه / هنر او کلتور / زرين خان: د کتابونو سره لېونۍ مينه لرم
زرين خان

زرين خان: د کتابونو سره لېونۍ مينه لرم

د هندي سينما مشهوره هنرمنده زرين خان وايي، چې هغه له کتابونو سره لېونۍ مينه لري او چې په زړه پورې کتاب پېدا کړي، نو په يوه ورځ کې ټول کتاب لولي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، مشهورې هنرمندې زرين خان په خپله يوه مرکه کې د کتابونو د مطالعې په اړه خبرې وکړې. نوموړې وويل، چې هغه له کتابونو سره لېونۍ مينه لري او چې ښه کتاب پېدا کړي، نو په يوه ورځ کې ټول کتاب لولي.

((زه له کتابونو سره تر دې حده پورې مينه لرم چې کله د کتاب په لوستو پيل وکړم، نو په ورځ کې ټول کتاب لولم، خو خبره دا ده چې کتاب په زړه پورې وي او زړه راښکونکى نوم يې وي.))

زرين خان مخکې وايي، زما نږدې ملګرو ته زما د دې شوق په اړه معلومات شته او هغوى ماته ډېرى وخت د کتابونو چينجى هم وايي، ځکه زه تل د ښو او په زړه پورو کتابونو په لټه کې يم.

نوموړې هنرمنده همدا راز زياتوي، چې زه په بېلا بېلو موضوعاتو باندې کتابونه لولم، داسې نه ده چې يوازې د مينې کيسې او ناولونه مې خوښېږي، بلکې د فلسفې او ساينس په برخه کې ما ډېر کتابونه مطالعه کړي دي او هر کله چې داسې په زړه پورې کتاب پېدا کړم، نو حتماً يې لولم.

ياده دې وي چې زرين په يوه پښتنه کورنۍ کې زېږېدلې ده، که څه هم هغه په خپله په پښتو کې خبرې نه شي کولاى، خو ځينې داسې ويډيوګانې يې هم وخت نا وخت خپرې شوې دي، چې ماته ګوډه پښتو پکې وايي.

زرين خان په خپله يوه مرکه کې دا خبره هم کړې وه، چې د نيا يې پوره پښتو ياده وه، خو د هغې پښتو نه ده زده. نوموړې د افغانستان غوره ليګ په لومړي پړاو کې هم ګډون کړى و.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان: د دې عزت او مقام ترلاسه کولو کې ٣٤ کاله لګېدلي

د هندي فلمونو مشهور ستورى سلمان خان وايي، چې دا عزت او مقام يې په …