کورپاڼه / روغتيا / د تشو متیازو په کوم رنګ خپلولو سره ډاکټر ته د تګ اړتیا پېښېږي؟

د تشو متیازو په کوم رنګ خپلولو سره ډاکټر ته د تګ اړتیا پېښېږي؟

ویل کېږي چې د تشو متیازو رنګ د انسان د شخصیت په اړه ځینې خبرې کوي، چې په طبي ژبه ورته یوروکروم هم ویل کېږي.

په عموم کې د متیازو رنګ ژېړ وي، یعنې کله چې په بدن کې په مناسبه اندازه اوبه شتون ولري نو تش میتازې ژېړ بخونه رنګ خپلوي، چې سپینو ته نږدې وي. خو که چېرته بدن د اوبو له کمښت سره مخامخ وي نو میتازې هم خړ یا طلایي رنګ خپلوي. چې ډېری وخت د میتازو رنګ د ځینو ناروغیو نښه هم ګڼل کېږي، چې ژر تر ژر یې درملنه اړینه وي.

خو د متیازو رنګ ستاسې په خوراک، درملو او اوبو پورې اړه لري، چې ډېری وخت د اندیښنې وړ نه وي، خو ځینې وختونه د ناروغۍ نښه هم ګڼل کېږي.

سپین رنګه میتازې:

که د میتازو رنګ مو سپین وي، نو ددې مانا داده چې تاسې د اړتیا څخه ډېرې اوبه څښئ. که څه هم ډېرې اوبه څښل د روغتیا لپاره ګټور وي، خو د بدن مالګو ته اغېزمن تمامېږي.
ځینې وختونه د میتازو سپین رنګ ته د اندیښنې کولو اړتیا نه وي، یوازې د اوبو په څښلو کې کمښت راولئ، ځکه چې په ډېرو اوبو سره له بدن څخه مالګې خراجېږي او په بدن کې کیمیاوي توازن ګډوډوي.

له ژېړو څخه طلایي رنګه میتازې:

د تشو میتازو دا ډول رنګ طبیعي وي. دغه راز هیموګلوبین هم د میتازو په رنګ اغېز پرېباسي او د ویټامین بي ډېروالی هم د میتازو رنګ بدلولی شي.

سور رنګه یا ګلابي میتازې:

ویل کېږي چې د میتازو رنګ په سور او ګلابي هم اوړېدلی شي، چې د لبلبو یا چغندر او نورو توکو په خوړلو سره دا رنګ خپلوي. خو ځینې وختونه نور سببونه هم لري لکه د مثانې پړسېدل، په مثانه او پښتورګو کې رسولۍ پیدا کېدل، د ګردو تېږي او نور. چې په دې حالاتو کې ډاکتر ته تګ اړین وي.

نارنجي رنګه میتازې:

که چېرته مو د میتازو رنګ نارنجي شي نو په بدن کې د اوبو د کمښت نښه ګڼل کېږي. دغه راز هغه کسان چې په ژیړي اخته وي، نو د میتازو رنګ یې ژېړېږي.

شین رنګه میتازې:

ځینې وختونه د میکروبونو او انتاني په سبب میتازې شین رنګ خپلوي. دغه راز دا عجیبه رنګ ځینې وختونه د ځینو توکو په خوړلو سره هم رامنځته کېږي.

نصواري رنګه میتازې:

که چېرته میتازې نصواري رنګ خپل کړي، نو په بدن د اوبو د کمښت نښه یې هم ګڼل کېږي. خو ډېری وختونه د ځینو درملو د جانبي عوارضو په سبب هم رامنځته کېدلی شي. دغه راز د ځیګر د ناروغیو او د porphyria د ناروغۍ په پایله کې په طبیعي ډول په بدن کې کیمیاوي مواد راټولېږي او میتازې نصواري رنګ خپلوي.

کله ډاکتر ته مراجعه وکړو؟

کله چې په میتازو کې وینه راښکاره شي یا رنګ یې لږ ګلابي یا تک سور شي، نو باید سمدستي ډاکتر ته لاړ شئ، ځکه چې دا د کومې خطرناکې ناروغۍ نښه هم کېدلی شي. دغه راز نارنجي رنګه میتازې هم د خطرناکې ناروغۍ نښه ګڼل کېږي، چې د پښتورګو او د مثانې د ناروغیو څخه عبارت دی او په داسې حال کې ډاکتر ته تګ اړین وي. خو که میتازې مو نصواري، ژېړې یا شینې وي او په څو ورځو کې یې رنګ خپل ځای ته رانغی، نو باید ډاکتر ته لاړ شئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د اینځرو حیرانوونکې ګټې

موږ ټول په دې پوهېږو چې الله ج انسان بې شمېره نعمتونه وربخښلي، چې په …