کورپاڼه / جالب / د هند او اسټراليا د لوبې پر مهال يو هندي هلک او اسټراليايۍ نجلۍ کوژده وکړه
هندى هلک او اسټراليايۍ نجلۍ

د هند او اسټراليا د لوبې پر مهال يو هندي هلک او اسټراليايۍ نجلۍ کوژده وکړه

د هند او اسټراليا ترمنځ نن دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره شوه، چې دا لوبه هم ډېره په زړه پورې وه، ځکه چې اسټراليا زبردسته توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې هم د هند لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په لوبه کې که څه هم ځينې ريکارډونه جوړ شو، خو د لوبې پر مهال هغه وخت د کېمرو سترګې په تماشچيانو کې ناستو کسانو ته لاړې، چې يو هندي هلک يوې اسټراليايۍ نجلۍ ته د کوژدې وړانديز وکړ.

هندى هلک او اسټراليايي نجلۍ ١

د هند د توپوهنې پر مهال د ٢٠م او ٢١م اور پر مهال کېمرې د تماشچيانو لوري ته لاړې. هلته وليدل شو، چې يو هندي هلک يوې اسټراليايۍ نجلۍ ته د کوژدې وړانديز وکړ او هغې هم ورته (هو) وکړ، چې دواړو د خپل ژوند دا صحنه يادګاره او خوندي کړه.

هندى هلک او اسټراليايي نجلۍ

کله چې کېمرې بېرته لوبغاړي ته وګرځېدې، نو ځينې اسټراليايي لوبغاړي چې دا صحنه يې ننداره کوله، هغوى هم د دوى لپاره چکچکې ووهلې.

د دغه هندي هلک او اسټراليايۍ نجلۍ عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر لاس په شو، په ځانګړې توګه په ټويټر کې خلکو ډېر خپاره کړل.

يو کس بيا د دغه نجلۍ او هلک له عکس سره په ټويټر کې ليکلي دي، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه دې ځوان ترلاسه کړه.

د هندي هلک او اسټراليايۍ نجلۍ کوژده

د يادولو وړ ده چې د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو په دويمه لوبه کې هم اسټراليا د ٥١ منډو په توپير هند ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.

همدا راز په دې لوبه کې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په تاريخ کې دويم ځل دا کار وشو، چې د اسټراليا لومړنيو پنځه توپوهونکو تر پنځوس زياتې منډې ترلاسه کړې، تر دې مخکې اسټراليا په ٢٠١٣ کال کې د هند پر وړاندې دا کارنامه ترسره کړې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

ايرلېنډ

د ايرلېنډ او اماراتو ٣مه لوبه هم وځنډېده، د افغانستان سياليو ته هم خطر دى؟

د ايرلېنډ او متحده عربي اماراتو ترمنځ دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه، چې سبا د …