د امريکا مشهورې موډلې حليمه عدن د موډلنګ د نړۍ د پرېښودو اعلان وکړ، هغه وايي کوم کار چې د ديني چارو د ترسراوي پر وړاندې خنډ وګرځي، هغه کار بايد پرېښودل شي.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا مشهورې حجاب لرونکې موډلې حليمه عدن په ټولنيزو رسنيو کې اعلان کړى دى، چې د موډلنګ ځلېدونکې نړۍ د خپل دين لپاره پرېږدي.
هغه وايي، چې د موډلنګ له امله د لمونځ په وخت نه کول او کله نا کله پرته له حجابه موډلنګ کول داسې چارې وې، چې هغه به ډېرى وخت په خپله کوټه کې يوازې ژړل.
The Queen has finally won 😂👑🙌🏾 as tf she should because she’s the reason for all my success and happiness ♥️✊🏿🥺 my new goal in life is to just make her proud! My best friend! My whole heart ❤️ https://t.co/1Jh6rSxIo7
— Halima Aden (@Kinglimaa) November 25, 2020
حليمه عدن وايي، چې د کورونا وبا پر مهال يې د ډېرو شيانو په اړه له نږدې څخه فکر وکړ او احساس يې کړل، هغه وايي، ما هغه کار کاوه چې زما زړه ته يې غم رساوه، چې نه زما زړه غوښتل او نه ماته زما دين د دې اجازه راکوي او نه هم زما د مور ارمان دا و.
حليمه عدن چې په صوماليه کې زېږېدلې او د کېنيا د کډوالو په يو کمپ کې يې ډېر کلونه تېر کړي، وروسته امريکا ته تللې او هلته يې بيا موډلنګ پيل کړى.
هغه په ټولنيزو رسنيو کې ليکي: ((فېشن زما لپاره نه دى، زه د خلکو لپاره يم، زه په اصل کې د خپل ايمان لپاره يم او اوس زه راويښه شوې يم.))
Fashion was NEVER for me. I am for the PEOPLE! I am for my IMAAN! I have WOKEN UP!!! https://t.co/kuzoZLfgZi
— Halima Aden (@Kinglimaa) November 25, 2020
د يادولو وړ ده چې دا امريکايۍ حجاب لرونکې موډله هغه مهال ډېره زياته مشهوره شوه، کله چې د ښکلا په يوه مسابقه کې د نورو نجونو په پرتله نوموړې بشپړ اسلامي کالي اغوستي و او د نورو په څېر نيمه بربنډه نه وه، بلکې حجاب يې کړى و. ځکه د ښکلا په مسابقه کې نجونې داسې کالي اغوندي چې د هغوى تقريباً ټول بدن پکې ښکاره شي، خو حليمه عدن بيا داسې کار نه و کړى.