کورپاڼه / روغتيا / ګرمې يا تودې اوبه د یخو په پرتله د روغتیا لپاره ګټورې ګڼل کېږي
تودې اوبه

ګرمې يا تودې اوبه د یخو په پرتله د روغتیا لپاره ګټورې ګڼل کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي، چې د یخو اوبو څښل د روغتیا لپاره هیڅکله ګټورې نه تمامېږي. خو ډېر زیات تاوانونه لرلی شي، چې بیا د خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو سبب هم ګرځي. نو ځکه دوی وایي، چې د تودو\ګرمو یا هغه اوبو څښل، چې د تودوخې درجه یې ټیټ نه وي، د روغتیا لپاره ګټورې او د ډېرو ګټو لرونکي دي.

راځئ چې د ګرمو يا تودو اوبو پر ګټو یو څه ولولو!

مرۍ او د تنفسي سیستم نلونه پاکوي:

ګرمې یا هغه اوبه چې زموږ د بدن د تودوخې سره برابرې وي، کله چې مرۍ ته داخلې شي نو د تودوخې د درجې په سبب د مرۍ سوخت ختموي او پکې موجود میکروبونه او ویروسونه له منځه وړي.

قبض ختموي:

ویل کېږي چې قبض د ډېرو لویو ناروغیو اساس دی او کله چې ډاکتر ته د درملنې په موخه ورشئ، نو هغه هم درته د ډېرو اوبو د څښلو مشوره درکوي. دغه راز په نهاره د یوې پیالې نیم ګرمو اوبو په څښلو سره د قبض له ناروغۍ ژغورل کېدلی شئ.

د میتابولېزم عملیه ښه کوي:

د میتابولېزم عمل په بدن کې د روغتیا لپاره ډېر زیات اړین ګڼل کېږي، چې زړې حجرې له منځه وړي او د نوو حجرو د جوړولو دنده په غاړه لري، چې په دې کړنه کې برابری د روغتیا لپاره تر هرڅه اړین ګڼل کېږي.

له زړښت مو ژغوري:

د اوبو د څښلو تر ټولو حیرانوونکي اړخ دادی، چې تر ډېره مو ځوان ساتي. ویل کېږي چې ګرمې اوبه په بدن کې زهرجن توکي خارجوي، چې بیا بدن تازه ساتي او پوستکي هم له ګونځي کېدو څخه ژغوري. دغه راز ګرمې اوبه دماغو ته آرام هم ور په برخه کوي، چې د ډېر سخت درد پرمهال څو غړپه ګرمې اوبه مو دماغو ته سکون ورکوي او د درد د کمېدو سبب یې ګرځي.

یاده دې وي، چې د ګرمو اوبو څخه مو موخه دا نه ده، چې د ایشول شوي چای په څېر دې وڅښل شي، بلکې هغه اوبه مو هدف دی، چې د کوټې د تودوخې له درجې سره برابرې وي. دغه راز په ګرمو اوبو کې کوم داسې جادویي اغېز هم نشته، چې یوازې دې همدا وڅښل شي او ډاکتر ته دې مراجعه ونه شي، بلکې ګرمې اوبه د تکلیفونو په راکمولو کې مرستندویه ثابتېږي.

دا هم ولولئ

آیا د ورزش نه کولو له اغېزو خبر یاست؟

ورزش یا سپورټ کول د صحت مندانه او روغ ژوند لپاره اړین وي، خو پوښتنه …