کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان په دويمه لوبه کې هم سويلي افريقا ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې هم وګټله
ډيويډ ملن

انګلستان په دويمه لوبه کې هم سويلي افريقا ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې هم وګټله

د ډيويډ ملن د پنځوسيزې په مټ انګلستان په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم د سويلي افريقا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ يې هم په خپل نوم کړه.

د سويلي افريقا او انګلستان ترمنځ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه په پرل کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې انګلستان پچه وګټله او لومړى يې سويلي افريقا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سويلي افريقا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر کوانټين ډي کوک ٣٠، جارج لينډي ٢٩ او راسي ون ډر دوسين ٢٥ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د انګلستان له لوري عادل رشيد ٢، جوفرا ارچر، ټام کران او کريس جورډن ١-١ ويکټې واخيستې.

د ١٤٧ منډو هدف د انګلستان لوبډلې په ١٩.٥ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٤ ويکټو په توپير يې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې بريا خپله کړه.

د دوى له لوري ډيويډ ملن ٥٥، لوبډلمشر ايون مورګن ٢٦ ناسوځېدلې او جاس بټلر ٢٢ منډې وکړې.

د سويلي افريقا له لوري تبريز شمسي ٣ او لونګي نګيدي ٢ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډيويډ ملن ترلاسه کړه، چې په نننۍ بريا کې يې مهمه برخه درلوده.

د يادولو وړ ده چې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې انګلستان په ٢-٠ سره دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه. د دې لوبلړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه به د دسمبر په لومړۍ نېټه په کېپ ټاون کې ترسره شي.

د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ وروسته د انګلستان او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

سریلانکا د اول پړاو وروستۍ لوبه په ریکارډ جوړولو سره وګټله

سریلانکا لوبډلې د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د ریکارډ په جوړولو سره پای ته ورسوله …