په ايټاليه کې د لاسي بېګونو جوړونکي يو شرکت يو داسې ګرانبيه لاسي بېګ جوړ کړى دى، چې بيه يې ٦ ميليونه يورو ده.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ايټاليې دا شرکت يا برانډ بوريني ميلانيز نومېږي او د نړۍ تر ټولو ګرانبيه لاسي بېګ يې جوړ کړى دى، په دې لاسي بېګ کې الماس او طلا کارول شوې ده او دا يوازې ٣ بېګونه جوړ شوي دي، چې د يو بېګ په جوړولو باندې ١٠٠٠ ساعته وخت مصرف شوى دى.
د بوريني ميلانيز برانډ د دې لاسي بېګ ويډيو په انسټاګرام کې خپره کړې ده او د دې لاسي بېګ د جوړولو هدف يې هم له خلکو سره شريک کړى دى.
View this post on Instagram
دوى ليکلي دي، چې د نړۍ دا ګرانبيه لاسي بېګ يې له دې امله جوړ کړى دى، چې د خلکو پام د سمندرونو د ساتنې په لور راواړوي، چې اوسمهال د کثافت له امله له خطر سره مخ دي.
د بوريني ميلانيز مسوولين وايي، چې له دې لاسي بېګونو څخه چې دوى څومره پېسې وګټي، يوه برخه به يې د سمندرونو د پاکولو لپاره ورکړل شي.
د نړۍ دا ګرانبيه لاسي بېګ د تمساح له پوستکي څخه جوړ شوى دى چې رنګ يې هم د سمندر اوبو ته ورته دى. د دې پټۍ له الماسو څخه جوړه شوې ده، او کومې پروانې چې پرې جوړې شوې دي، په هغې کې هم الماس او ګرانبيه کاڼي لګول شوي دي.
د نړۍ دا ګرانبيه لاسي بېګ ٦ ميليونه يورو بيه لري.
د يادولو وړ ده چې په ټوله نړۍ کې سمندرونه د کثافت په ځايونو بدلېږي او د ملګرو ملتونو د يو راپور په وېنا، تر ٢٠٥٠ کال پورې به په سمندرونو کې د ماهيانو او نورو سمندري ژوندي موجوداتو څخه پلاستيکونه ډېر وي.