کورپاڼه / ليکنې / که موبایل مو په اوبو کې ولوېږي، نو داسې یې وچ کړئ
ځيرک موبايل

که موبایل مو په اوبو کې ولوېږي، نو داسې یې وچ کړئ

کله چې موبایل په اوبو ولوېږي، نو ټول خلک له یوې طریقې څخه ګټه اخلي، چې Rice treatment هم ورته ویل کېږي، یعنې په دې طریقې سره لوند شوی موبایل په ورېژو کې کېښودل کېږي.

خو اوسمهال ځینې کارپوهان دا کړنه بې ګټې ګڼي او وایي، چې په دې طریقې سره موبایل ته تاوان رسېږي او ژر یې وچولی هم نه شي.

دغه راز ځینې کسان لوند شوی موبایل خلاصوي او دننه یې ورېژې ور اچوي، چې په دې سره ګردونه او خاورې د موبایل داخلي برخو ته ور دننه کېږي او خرابوي یې. کارپوهان وایي چې ددې پرځای چې خپل لوند شوی موبایل په ورېژو سره وچ کړئ، نو غوره به دا وي چې په آزاده یا عادي هوا یې وچ کړو. په عادي هوا سره د موبایل وچول یې داخلي برخو ته تاوان هم نه شي رسولی.

راځئ چې د لوند شوي موبایل د وچولو طریقه دلته ولولو!

۱- موبایل مو بند کړئ:

کله چې موبایل در څخه په اوبو کې ولوید یا لوند شو نو بند یې کړئ، ترڅو یې بریښنایي برخو ته اوبه ور نه شي او موبایل له زیات خرابوالی څخه بچ شي. که چېرته مو موبایل لوند وي نو سرکټ ته یې زیان رسېدلی شي، نو اړینه ده چې سمدستي مو موبایل بند کړئ.

۲- په دست پاک یې وچ کړئ:

کله مو چې موبایل بند کړو، نو یو دست پاک یا ټوشوپیپر راواخلئ او موبایل مو پرې داسې وچ کړئ، چې ټولې اوبه ترې دست پاک جذب کړي. خو یاد لرئ چې په بېړه کې درنه د موبایل داخل ته اوبه دننه نه شي.

۳- سیم کارت او بیټرۍ ترې وباسئ:

که چېرته مو د موبایل بیټري له موبایل څخه بېلېدلی شوه، نو بیټري، سیم کارت، میموري کارت او نور شیان مو له موبایل څخه وباسئ.

۴- د چارچ برخې ته پاملرنه وکرئ:

د موبایل د وچولو پر وخت مو باید دې ته پام وي، چې دست پاک، ټوشوپیپر یا کوم بل شی د چارچ برخې ته ور دننه نه کړئ او د وچولو هڅه یې هم مه کوئ، خو که چېرته مو دا ډول کړنه ترسره کړه نو د چارچ برخه یې خرابېدلی شي. دغه راز د موبایل د وچولو پرمهال دې خبرې ته پام ولرئ، چې د موبایل پر بټنو درنه فشار وارد نه شي او نه هم درنه د موبایل داخلي برخو ته اوبه داخلې شي.

۵- پر دست پاک یې کېږدئ:

د پورتنیو ټولو مرحلو وروسته مو خپل موبایل پر یو وچ دست پاک کېږدئ او پرې یې ږدئ چې په عادي هوا کې وچ شي. دغه راز له ۲۴ څخه تر ۳۶ ساعتونو پورې موبایل همداسې بند پرېږدئ او د چالانولو هڅه یې هم مه کوئ. کله چې موبایل وچ شو بیا یې چالان کړئ، خو که چېرته یې کومه ستونزه درلوده یا مو کوم بدلون پکې لېده، نو په داسې حالاتو کې باید ژر مستري ته یوړل شي، ترڅو یې له ډېر خرابوالي څخه بچ وساتلی شئ.

Loading...

دا هم ولولئ

خلک

څنګه کولی شو چې خلک مو له خبرو اغېزمن یا قانع شي؟

ویل کېږي چې خلک له خپلو خبرو څخه اغېزمنول یا یې قانع کول یو لوی …