کورپاڼه / ريکارډونه / ويراټ کوهلي د کرکټ د نړۍ ٨م لوبغاړى شو
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي د کرکټ د نړۍ ٨م لوبغاړى شو

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د کرکټ د نړۍ مخکښ توپوهونکى ويراټ کوهلي د کرکټ د نړۍ اتم توپوهونکى شو چې زياتې منډې يې ترلاسه کړې.

نوموړي تېره ورځ د اسټراليا پر وړاندې په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې ٨٩ منډې وکړې او له دې سره يې د ٢٢ زرو منډو هدف ته ځان ورساوه.

ويراټ کوهلي چې په ٢٠٠٨ کال کې يې نړيوال کرکټ پيل کړى دى، اتم توپوهونکى شو چې په ټېسټ، نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل وريزو لوبو کې يې ٢٢ زره منډې پوره کړې.

ويراټ کوهلي

نوموړي تراوسه پورې ٤١٨ نړيوالې سيالۍ ترسره کړي دي، چې ٢٢٠١١ منډې يې ترلاسه کړې دي، په يوه لوبه کې د هغه زياتې منډې ٢٥٤ ناسوځېدلې دي، اوسط يې ٥٦.١٥ دى، ٢٧٤٠٧ توپونو سره مخ شوى دى او سټرايک رېټ يې ٨٠.٣١ دى. همدا راز نوموړي په نړيوالو سياليو کې ٧٠ سليزې او ١٠٥ پنځوسيزې وهلي دي. ويراټ کوهلي په ٢٥ لوبو کې په صفر هم سوځېدلى دى.

ويراټ کوهلي بيا د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې هم تر نورو توپوهونکو زياتې منډې ترلاسه کړې دي. نوموړي په شل اوريزو لوبو کې ٩٣٦٦ منډې ترلاسه کړې دي، چې ٥ سليزې او ٥٧ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

ويراټ کوهلي

تراوسه پورې د کرکټ په درې واړه بڼو کې تر ټولو زياتې منډې بيا د هند مخکښ پخواني توپوهونکي سچن ټنډولکر ترلاسه کړي دي. نوموړي په ٦٦٤ لوبو کې ٣٤٣٥٧ منډې ترلاسه کړې دي، چې له هغه وروسته بيا کمار سنګاکارا ٢٨٠١٦، ريکي پونټينګ ٢٧٤٨٣، مهيلا جى وردنى ٢٥٩٥٧، ژاک کيلس ٢٥٥٣٤، راهول ډريويډ ٢٤٢٠٨ او براين لارا ٢٢٣٥٨ منډې ترلاسه کړې دي.

په دې ليسټ کې زياتره لوبغاړي هغه دي، چې له نړيوال کرکټ څخه يې استعفا ورکړې ده، خو ويراټ کوهلي بيا اوس هم په ښه فام کې دى او داسې هيلې شته، چې نوموړى به د ډېرو لوبغاړو ريکارډونه مات کړي.

ويراټ کوهلي

د يادولو وړ ده چې اوسمهال د اسټراليا او هند ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ روانه ده، چې په دوه لومړيو لوبو کې اسټراليا د هند لوبډلې ته ماتې ورکړه او تر څنګ يې د يو ورځنيو لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړه. د دې لړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه به د دسمبر په دويمه نېټه په کانبرا کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان او شاهين شاه اپريدى

راشد خان له شاهين اپريدي مخکې شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى راشد خان په ٢٠٢٠ کال کې د …