کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / لنکا پريمئير ليګ: نن رحمان الله ګربز د حضرت الله ځاځي سره مخ کېږي
رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځى

لنکا پريمئير ليګ: نن رحمان الله ګربز د حضرت الله ځاځي سره مخ کېږي

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې نن دوه لوبې ترسره کېږي، چې په لومړۍ لوبه کې د افتاب عالم او سميع الله شينواري د لوبېدو چانس شته او په دويمه لوبه کې به رحمان الله ګربز د حضرت الله ځاځي سره مخ شي.

ډمبوله وايکينګ د جافنا سټالونز پر وړاندې

د لنکا پريمئير ليګ پنځمه لوبه نن د ډمبوله وايکينګ او جافنا سټالونز ترمنځ د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې په همبانټوټا کې پيلېږي.

ډمبوله وايکينګ له دې مخکې يوه لوبه ترسره کړې ده، چې د کنډي ټسکرز لوبډلې ته يې د ډي ايل قانون له مخې د ٤ منډو په توپير ماتې ورکړې وه او د ٢ نومرو په ترلاسه کولو سره په جدول کې دويمه لوبډله ده.

جافنا سټالونز بيا د ګال ګليډيټرز لوبډلې سره په لومړۍ لوبه کې مخ شوې وه، چې د ٨ ويکټو په توپير يې ګال ګليډيټرز ته ماتې ورکړې وه او د ٢ نومرو سره په جدول کې دريم مقام کې ده.

د ډمبوله وايکينګ لوبډلې لپاره دوه افغان لوبغاړي افتاب عالم او سميع الله شينوارى لوبېږي، خو په جافنا سټالونز لوبډله کې بيا کوم افغان لوبغاړى نشته.

ګال ګليډيټرز د کنډي ټسکرز پر وړاندې

د لنکا پريمئير ليګ ٦مه لوبه نن د ګال ګليډيټرز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې دا لوبه به د افغانستان په وخت ٧ بجې پيل شي.

ګال ګليډيټرز او کنډي ټسکرز دواړو لوبډلو تراوسه پورې دوه دوه لوبې ترسره کړې دي او بدبختانه دواړو لوبډلو کومه بريا نه ده ترلاسه کړې، نن به دواړه هڅه کوي چې لومړۍ بريا په خپل نوم کړي.

د کنډي ټسکرز لپاره د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز او چټک توپ اچونکى نوين الحق لوبېږي، چې دواړه تراوسه پورې ښه ځلېدلي دي.

ګال ګليډيټرز چې شاهد اپريدي يې لوبډلمشري کوي، د افغانستان چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى هم د دوى سره لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

لنکا پريمئير ليګ: نن ګليډيټرز له سټالينز او وايکينګ له ټسکرز سره مخ کېږي

د لنکا پريمئير ليګ کې نن هم دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه به …