کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى افتاب عالم ٢٨ کلن شو
افتاب عالم

د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى افتاب عالم ٢٨ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى افتاب عالم نن د ٢٨ کالو شو، نوموړى نن خپله کليزه په سريلانکا کې لمانځي. هغه په ١٩٩٢ کال کې د نومبر په ٣٠مه نېټه په ننګرهار کې زېږېدلى و.

افتاب عالم چې د ملي لوبډلې ميډيم فاسټ توپ اچونکى دى، په لومړي ځل په ٢٠١٠ کال کې د کاناډا پر وړاندې په نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ولوبېده، په دغه لوبه کې افتاب عالم په ٤ اورونو کې ٣٥ منډې ورکړې او کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

له هغه دوه کاله وروسته نوموړي لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د ايرلېنډ پر وړاندې ترسره کړه، چې په ٣.٥ اورونو کې يې ٣٤ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول.

افتاب عالم د افغانستان ملي لوبډلې تر څنګ د افغانستان ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې، سپين غر زمريانو او سپين غر زون لوبډلې لپاره هم لوبېدلى دى او اوسمهال نوموړى په سريلانکا کې دى، چېرته چې په لنکا پريمئير ليګ کې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې لپاره لوبېږي.

افتاب عالم

نوموړي د افغانستان لپاره ٢٧ نړيوالې يو ورځنۍ او ١٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، هغه په يو ورځنيو لوبو کې ٤١ او شل اوريزو لوبو کې ١١ ويکټې اخيستي دي. همدا راز په يوه يو ورځنۍ لوبه کې نوموړي د ٢٥ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.

هغه د افغانستان لپاره وروستۍ لوبه په ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې د هند پر وړاندې ترسره کړې وه، چې له هغه وروسته پرې يو کلن بندېز ولګېده او څه وخت مخکې يې ياد بندېز پاى ته ورسېد.

افتاب عالم چې اوسمهال د ډمبوله وايکينګ لوبډلې سره يو ځاى دى، د دغه لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د لوبېدو چانس نه و ورکړل شوى او نن د دوى لوبډله دويمه لوبه ترسره کوي، چې ښايي په نننۍ لوبه کې افتاب عالم هم ولوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ظاهر خان

د ظاهر خان کليزه، پوهېږئ د څو کلونو شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى ظاهر خان چې اوسمهال په اسټراليا کې …