کورپاڼه / جالب / دې ځوان ولې د خُسر د کور مخې ته پرلت وهلی؟

دې ځوان ولې د خُسر د کور مخې ته پرلت وهلی؟

زما روپۍ بېرته راکړئ، زما توکي بېرته راوړئ دا او دې ته ورته جملې ډېری وخت د دولت د لوړ پوړو چارواکو د ادارو په ځانګړي ډول د دولت د وزارتونو ترمخ د شعار په ډول پورته کېږي. خو اوسمهال یو ځوان په ډېر عجیب اندازه د خُسر د کور مخې ته، زما ښځه بېرته راکړئ، شعار پورته کړی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د هندوستان د لویدیځ بنګال په کمال غازي سیمه کې یو ځوان د خپلې مېرمنې د بېرته ترلاسه کولو لپاره د خُسر د کور مخې ته پرلت وهلی. ویل کېږي چې نوموړی ځوان مشتاق علي نومېږي او د شعار په ډول یې پر کاغذ داسې جمله لېکلې، چې زما ښځه بېرته راکړئ.

مشتاق علي چې د خُسر د کور تر مخ یې پرلت وهلی و، وایي چې ما له زیبا سره نکاح تړلې او ددې خبرې لس شاهدان هم حاضرولی شم. تر هغې چې زما مېرمن بېرته ماته را نه شي، تر هغې به همدلته ناست یم.

رسنۍ وایي چې څلور کاله دمخه مشتاق علي د کمال غازي د سیمې د اوسېدونکي زیبا منډل سره نکاح وتړله او له واده وروسته یې په ډېرې خوشحالۍ سره ژوند تېروو.

مشتاق علي وایي، چې میرمن یې ډېری وخت د پلار کور ته تلله راتلله، خو څلور میاشتې مخکې چې کله د پلار کور ته لاړه، نو بېرته رانغله. دغه راز له میرمنې سره یې کوم جنجال یا جنګ هم نه دی پېښ شوی، خو چې کله د پلار کور ته لاړه نو کورنۍ یې بېرته را پرېنښوده. نوموړی زیاتوی چې مېرمن یې هیڅوک هم نه شي ایسارولی.

بل خوا د مشتاق علی خُسرګنې کور ته قلف اچولی او چرته تللي دي، چې لا تر اوسه پورې دا معلومات هم نه کېږي، چې چرته به تللي وي. که څه هم پرلت وهوونکی ځوان د خلکو له خوا پوه شوی دی، خو دی لاهم له خپلې کړنې لاس نه اخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

نجلۍ

چینایي انجونې ولې پخپلو ویښتانو کې سپین ګل یا ګلان ږدي؟

ویل کېږي چې د نړۍ هر مذهب او کلتور د ځانګړو روایاتو یا دودونو لرونکی …