کورپاڼه / روغتيا / هغه عادت چې د خطرناکو ناروغیو سبب جوړېدلی شي
تر ډېره ناسته

هغه عادت چې د خطرناکو ناروغیو سبب جوړېدلی شي

تر ډېره پورې کېناستل د منځني عمر لرونکي لپاره د مرګ خطر ډېرولی شي، خو بله خوا ځان ترې ژغورل هم ډېر آسانه دي، یعنې د منځني عمر لرونکي کسان باید خپل بدني فعالیتونه ډېر کړي.

د Journal of Sports Medicine ژورنال د یو راپور له مخې ویل کېږي، چې هر ډول بدني فعالیتونه د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي. خو که چېرته تر ډېره پورې کېنئ او کوم بدني فعالیت ترسره نه کړئ نو د بې شمېره ناروغیو او مخکې له وخته مو د مړینې خطر ډېرولی شي.

دغه راز په نوموړي ژورنال کې د یوې څېړنې له مخې چې په څلورو هیوادونو کې له ۴۴۰۰۰ څخه په زیاتو کسانو ترسره شوې او د دوی بدني فعالیتونه یې څېړلی، ویل کېږي چې په ورځ کې لس ساعته یا له دې څخه زیات کېناستل مخکې له وخته د مرګ خطر ډېروي.

په څېړنه کې راغلي، چې د ورځې له ۳۰ څخه تر ۴۰ دقیقو پورې له برابر څخه تر سخت بدني فعالیتونه دا خطر راکمولی او عادي حالت ته یې راوستلی شي.

ویل کېږي چې په زینو ختل، تر لېرې ځایه قدم وهل یا د کور نور کارونه ترسره کول مو له ډېرو ناروغیو څخه ژغورل شي. دغه راز د اوونۍ له ۱۵۰ دقیقو څخه تر ۳۰۰ دقیقو پورې برابر فعالیتونه یا له ۷۵ دقیقو څخه تر ۱۰۰ دقیقو پورې سخت فعالیتونه عادت وګرځوئ.

تېر کال د انګلستان د کیمبرج پوهنتون له یوې څېړنې څخه موندل شوې وه، چې لږ فعالیتونه ترسره کول، د مختلفو ناروغیو د پیدا کېدو خطر ډېرولی شي. نو لږ فعالیتونه هم کولی شي چې ۲۵ سلنه دادخطر راکم کړي، خو که خپل فعالیتونه لږ هم ډېر کړو نو دا کچه تر ۴۲ سلنو پورې رسېدلی شي. نو د بدني فعالیتونه په ترسره کولو سره کولو شو چې د زړه له حملې، فلج، شکر او داسې نورو ناروغیو څخه وژغورل شو.

یاده دې وي د بدني فعالیتونو د ترسره کولو لپاره یوازې کلبونو او جیمونه ته تګ اړین نه دی، بلکې په ورځني ډول تر ډېره پورې قدم وهل مو دا هدف پوره کولی شي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …