کورپاڼه / خبرونه / بابر اعظم: ټول پام مې کرکټ ته دى او په خپل ځان پوره باور لرم
بابر اعظم

بابر اعظم: ټول پام مې کرکټ ته دى او په خپل ځان پوره باور لرم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى بابر اعظم وايي، چې کله رانه خلک د ښې لوبې هيله کوي، نو ښه راته ښکاري، زما ټول پام په کرکټ دى او زه په خپل ځان باور لرم.

بابر اعظم له يوې نړيوالې رسنۍ سره په خپله مرکه کې وويل، زه غواړم چې د ټېسټ يو کرکټر ياد شم، کله چې زه منډې ونه شم کولاى نو بيا وړو وړو شيانو ته پاملرنه کوم، زه تل مثبت اوسېږم او هر ډول حالاتو کې د ښې توپوهنې هڅه کوم، زه له اوټ کېدو وروسته د خپلو غلطو شاټونو په اړه حتماً فکر کوم.

بابر اعظم

پاکستانى لوبډلمشر وايي، چې د نېټ سيشن لپاره يوه ورځ مخکې هر څه په پلان کې نيسم، په ما ذمه وارۍ ډېرې دي، نو ځکه زه بايد د پلان سره سم مخکې لاړ شم.

بابر اعظم وايي، چې کله ما خلک د نورو لوبغاړو سره پرتله کوي، نو ښه راته ايسي، خو زه خپل هدفونه او چېلنجونه ځان ته په خپله ټاکم.

هغه د خپلې خوښې لوبغاړي په اړه وويل، چې محمد يوسف يې د خوښې لوبغاړى دى، ځکه هغه يو کلاسيک توپوهونکى دى او د هغه له توپوهنې څخه مې تل خوند اخيستى او زده کړه مې ترې کړې ده.

بابر اعظم

بابر اعظم وايي چې د پاکستان لپاره لوبې ګټل راته مهم دي، تر څو لوبډلې ته مو ګټه ورسېږي، په غوره پنځه توپ اچونکو کې مې نوم زما لپاره ښه خبر دى، د خپلې ښې توپوهنې لپاره پرلپسې خواري کوم.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د بابر اعظم په مشرۍ اوسمهال په نيوزيلېنډ کې ده، هلته د پاکستان ټوله لوبډله کرنټين ده، خو په پاکستان کې يوې ښځې بيا تېره ورځ په يوه خبري ناسته کې په بابر اعظم ډېر تورونه پورې کړې دي.

دغه ښځه چې حامزه مختار نومېږي، په خبري ناسته کې يې وويل، چې بابر اعظم سره يې له هغه وخت راهيسې اړيکې وې، چې کله هغه کرکټر نه و او دواړو د واده پرېکړه هم کړې وه.

بابر اعظم

هغې په خپلو خبرو کې ويلي و، چې کورنۍ يې دې واده ته راضي نه وې او بابر اعظم هغه له کوره بيولې وه او ورته يې ويلي و چې دواړه به په محکمه کې واده وکړي. هغې ويلي و، چې د څه وخت لپاره يې په بېلا بېلو کورونو کې وساتله او کله چې کرکټ کې مشهور شو، بېرته يې کور ته ولېږله.

دغه ښځې همدا راز ويلي و، چې د بابر اعظم په کرکټر جوړېدو کې يې ډېر لوى لاس دى، ځکه په ميليونونو روپۍ يې پرې مصرف کړې دي. هغې ويلي و، چې له دې سره چې د بابر اعظم څه خوښه وه، ورسره يې کړې دي او د حامله کېدو وروسته يې بيا په نيمه کې پرېښوده.

بابر اعظم

حامزه مختار همدا راز وايي، چې څو کاله يې بابر اعظم ته انتظار وکړ، خو هغه ورته دوکه ورکړه او واده يې ورسره ونکړ. نوموړې د انصاف غوښتنه کړې ده. خو بابر اعظم يې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي او د پاکستان کرکټ بورډ هم په دې تړاو ځان غلى نيولى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

لومړى ټېسټ: د افغانستان دوه مهم توپوهونکي په پيل کې وسوځېدل

افغانستان په پيل کې دوه ستر لوبغاړي له لاسه ورکړل، په ٣ اورونو کې يې …