کورپاڼه / خبرونه / فرهان يوسفزى: د ښځينه لوبغاړو شجاعت مې وستايه
فرهان يوسفزى

فرهان يوسفزى: د ښځينه لوبغاړو شجاعت مې وستايه

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي نن په کرکټ بورډ کې د افغانستان د ښځينه کرکټ لوبغاړو سره ليدلي دي او د هغوى شجاعت يې ستايلى دى.

فرهان يوسفزي په ټويټر کې يو عکس خپور کړى دى، چې پکې ليدل کېږي چې نوموړي د افغانستان ښځينه لوبغاړو سره ناسته ترسره کړې ده.

نوموړي له دې عکس سره ليکلي دي: ((نن مې د ښځينه لوبډلې له غړو سره وليدل، هغوى ته مې د افغاني او اسلامي ارزښتونو د مراعات توصيه وکړه.))

هغه همدا راز زياتوي: ((له هغوى مې وغوښتل چې د خپلو مهارتونو لوړولو لپاره لا ډېر کوښښ وکړي. ستونزې مې يې واورېدې، د دوى شجاعت مې وستايه.))

فرهان يوسفزى همدا راز وايي: ((زه ژمن يم چې د ښځينه ټيم پرمختګ لپاره ټولې اړوندې اسانتياوې رامنځته کړم.))


د يادولو وړ ده چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي له څه وخت راهيسې هڅه پيل کړې ده، چې د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله جوړه کړي.

نوموړي په خپلو مرکو کې هم څو څو وار د دې يادونه کړې ده. څه وخت مخکې د کابل کرکټ بورډ کې د ښځو لوبډلو خپلمنځي لوبې هم ترسره شوې او د کرکټ بورډ په وېنا، چې دوى ٢٦ غوره ښځينه لوبغاړو ته قراردادونه هم ورکړي دي.

خپلواک وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ يوې سرچينې دا هم ويلي دي، چې د افغانستان د ښځو لوبډله ښايي په راتلونکې نږدې کې کوم اسلامي هېواد ته سفر هم وکړي او هلته د ياد هېواد له ښځينه لوبډلې سره به لوبې هم ترسره کړي.

خو بل لوري ته ډېرى خلکو د فرهان يوسفزي له دې کړنې سره مخالفت هم ښکاره کړى دى، چې په دې لړ کې د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار تاج ملک عالم هم د فېسبوک په يو پوسټ کې ويلي و، چې کرکټ بورډ دې زموږ اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوى وکړي.

دا هم ولولئ

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د …