کورپاڼه / د لوبو راپورونه / جافنا سټالينز لوبډلې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې ته ماتې ورکړه
تيسارا پريرا

جافنا سټالينز لوبډلې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

تيسارا پريرا په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې وځلېده چې جافنا سټالينز ته يې ستره بريا ورپه برخه کړه. سټالينز د وايکينګ لوبډلې ته د ٦٦ منډو په توپير ماتې ورکړه او د ٢ نومرو په ترلاسه کولو سره يې ټولې نومرې ٤ شوې، چې په جدول کې لومړي مقام ته لاړه.

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) پنځمه لوبه د جافنا سټالينز او ډمبوله وايکينګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ډمبوله وايکينګ پچه وګټله او لومړى يې جافنا سټالينز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

جافنا سټالينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر تيسرارا پريرا د ٧ شپږيزو او ٨ څلوريزو په مټ په ٤٤ توپونو ٩٧ ناسوځېدلې منډې وکړې، نوموړي په ١٩م اور کې ٣ شپږيزې او ٣ څلوريزې ووهلې او ١ اور کې يې ٣٠ منډې ترلاسه کړې.

تيسارا پريرا

همدا راز چترونګا ډي سلوا ٢٩، ونيندو ډي سلوا ٢٤ او شعېب ملک ٢٣ منډې ترلاسه کړې.

د ډمبوله وايکينګ له لوري سميت پټيل ٢، افتاب عالم، انور علي، رميش مينډس او لاهيرو کماره ١-١ ويکټې واخيستې.

د ٢١٩ منډو هدف په تعقيب د ډمبوله وايکينګ ټوله لوبډله په ١٩.١ اورونو کې وسوځېده او ١٥٢ منډې وکړې، چې د ٦٦ منډو په ستر توپير يې ماتې په برخه شوه.

د دوى له لوري سميت پټيل ٤١، داسون شناکا ٣٥، انور علي ٢١ او نيروشان ډيکويلا ٢٠ منډې وکړې.

د جافنا سټالينز له لوري عثمان شينواري ٣، بينورا فرنانډو او تيسارا پريرا ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

جافنا سټالينز په خپله دويمه لوبه کې هم بريا خپله کړه چې له دې سره يې ٤ نومرې ترلاسه کړې او په جدول کې يې لومړى مقام ترلاسه کړ.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه تيسارا پريرا ته ورکړل شوه، چې نوموړي نن په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې ښه لوبه ترسره کړه.

نن دويمه لوبه د ګال ګليډيټرز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې په کنډي ټسکرز کې رحمان الله ګربز او نوين الحق او په ګال ګليډيټرز لوبډله کې حضرت الله ځاځى لوبېږي.

دا هم ولولئ

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه مساوي شوه

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبلړۍ د اولې ټیسټ لوبې پنځمه …