کورپاڼه / بېلا بېل / ايا د يمن حکومت په نارينه و ٢ ودونه کول جبري کړل؟ حقيقت څه دى؟
د يمن واده

ايا د يمن حکومت په نارينه و ٢ ودونه کول جبري کړل؟ حقيقت څه دى؟

په ځينو هېوادونو کې چاته يوه ښځه نه رسېږي او نارينه يې بې واده ګرځي، خو په ځينو هېوادونو کې بيا د ښځو شمېر ډېر دى او نارينه کم دي، چې حکومتونه يې هڅه کوي، نارينه دې ته وهڅوي چې له يو څخه ډېر ودونه وکړي.

خو تازه د يمن حکومت له لوري يو داسې مکتوب په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، چې ويل کېږي د يمن حکومت اعلان کړى دى چې په دغه هېواد کې به هر سړى دوه ودونه لازمي کوي.

په ټولنيزو رسنيو کې د يمن د ارشاد او اوقاف وزارت هغه مکتوب لاس په لاس کېږي، چې پکې د دوه ودونو خبره شوې ده.

په دې مکتوب کې راغلي دي، چې هر هغه څوک چې په يمن کې ژوند کوي، هغوى به دوه ښځې کوي او که کوم نارينه له دې څخه انکار وکړي، نو پنځلس کاله به بندي کېږي.

د دوه ودونو مکتوب

په مکتوب کې ويل شوي دي، که د کوم نارينه لومړۍ ښځې د هغه د دويمې ښځې د مخنيوي هڅه وکړي، نو ښځه به يې طلاقېږي او ١٥ کاله به بندېږي.

همدا راز په مکتوب کې دا هم راغلي دي، چې که کوم يمنيان په نورو هېوادونو کې ژوند کوي، نو هغوى به په يمن کې د يوه يمني د واده مصارف ورکوي.

خو د يمن حکومت له لوري يا نړيوالو رسنيو په دې تړاو هېڅ خبر نه دى ورکړى او دا مکتوب چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي، جعلي دى. موږ هڅه وکړه چې په دې اړه نور ډېر معلومات ترلاسه کړو، خو په دې تړاو مو په نړيوالو رسنيو کې هېڅ هم ونه موندل.

د يمن هېواد د اوقاف و ارشاد وزارت دا ياد مکتوب (چې جعلي دى) په افغانستان کې هم په ټولنيزو رسنيو کې، په ځانګړې توګه په فېسبوک کې ډېر لاس په لاس کېږي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …