کورپاڼه / جالب / هغه مېرمن چې له هرو ٢٤ ساعتونو وروسته ۲۶ کاله مخکیني ژوند ته ستنېږي
ښځه ١

هغه مېرمن چې له هرو ٢٤ ساعتونو وروسته ۲۶ کاله مخکیني ژوند ته ستنېږي

تاسې داسې تصور وکړئ چې هر سهار له خوب سترګې غړوئ، نو د تېرې ورځې یادونه مو ذهن ته راځي او داسې حس کوئ چې د ۲۰۲۰ پرځای په ۱۹۹۴ کال کې ژوند کوي، نو څه به وشي؟

که څه هم باور کول به ناممکن وي، خو د انګلیستان یوه اوسېدونکې له همداسې یو حالت سره له ۲۶ کالونو څخه مخامخ ده، چې د هرې ورځې یاد یې له منځه ځي.

ویل کېږي چې نوموړې مېرمن مچل فلپوټس نومېږي او د هېرولو په داسې ناروغۍ اخته ده، چې په میلونونو کې یو کس پرې اخته کېږي. دغه راز ویل کېږي چې تر اوسه دوه کسان د ترافیکي پېښو په سبب په دې ناروغۍ اخته شوی و، چې یو یې په ۱۹۸۵ په موټر سایکل سفر کاوه او دویم یې له ده څخه پنځه کاله وروسته په ۱۹۹۰ کال پېښه شوې وه، چې د پېښې په سبب یې سر زخمی شوی و، چې بیا یې څلور کاله وروسته د ناروغۍ تشخیص وشو.

ښځه ٢

وایي چې د نوموړې مېرمنې به خبرې هېرېدلې او په همدې سبب یې خپله دنده هم پرېښوده. دغه راز ویل کېږي چې نوموړې ۲۶ کاله وروسته هم په هماغه حال کې ده او یادونه یې له ۱۹۹۴ کال څخه مخکې نه ځي. یعنې کله چې له خوبه راپورته شي نو ددې پرځای چې ځان ۵۶ کلنه وګڼي، وایي چې ۲۶ کلنه ده.

که څه هم نوموړې د تېر شوې ورځې په اړه هیڅ په ذهن کې نه لري، خو کله چې یوه نوې خبره واوري څو دقیقې وروسته یې هېروي. د مثال په توګه کله چې له چاسره لېدنه کوي، څو ثانیې وروسته دا هېروي چې له چاسره خبرې کوي او ولې یې کوي؟

ښځه ٣

دغه راز نوموړې په ۲۰۱۰ کال کې د انټروۍ پرمهال ویلي و، کله چې سهار له خوبه پورته کېږي، نو داسې فکر کوي چې په ۱۹۹۴ کال کې اوسېږي او دا یې وروستی کال دی چې په پوره توګه یې په ذهن کې پاتې دی. مچل وایي چې په لومړیو کې ډېره بې حوصلې وه او داسې یې ګڼل چې له نورو یو څه مختلفه ده، خو نوموړې له نورو څخه مختلفوالی نه خوښوي.

ویل کېږي چې مچل په ۱۹۹۷ کال له آین فلپوټس سره واده کړی او هر سهار یې خاوند ورته د واده عکسونه ښایي، چې دا یې خاوند دی. دغه راز دا هم ویل کېږي چې نوموړې د شیانو د یادولو لپاره له کاغذ او قلم څخه ګټه اخلي او ټول شیان له ځان سره یاداشت کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

نجلۍ

چینایي انجونې ولې پخپلو ویښتانو کې سپین ګل یا ګلان ږدي؟

ویل کېږي چې د نړۍ هر مذهب او کلتور د ځانګړو روایاتو یا دودونو لرونکی …