کورپاڼه / بېلا بېل / د لرګیو نغري د سږو لپاره زیانمن ثابتېږي
د لرګيو نغرى

د لرګیو نغري د سږو لپاره زیانمن ثابتېږي

د کمپیوټر ټوموګرافۍ او نورو ازموینو ښودلې، چې د لرګیو، ډبرو سکرو، او د خسو نغري سږو ته ډېر سخت زیان رسوي. ویل کېږي چې په ټوله نړۍ کې درې میلیارده خلک دې ته اړ دي، چې له ذکر شوو نغریو څخه ګټه پورته او په لوګیو یې خپلې روغتیا ته زیان واړوي، چې بیا د همدې لوګیو په سبب هر کال څلور میلونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د شمالي امریکا راډیولوژیکي ټولنې په کلنۍ غونډه کې ویلي دي، چې د لرګیو یا د نورو توکو په سوځولو سره ترې لوګی پورته کېږي، چې د کور چاپیریال ککړوي او زیاتره ښځې ترې اغېزمنې کېږي. چې بیا نه یوازې په تنفسي ناروغیو اخته کېږي، بلکې راتلوونکی ماشوم یې هم اغېزمنولی شي.

که څه هم په ډېری هېوادونو کې د لرګیو او نورو توکو پرځای نوی او عصري نغری او د سون له نورو توکو څخه ګټه اخیستل ډېر شوي، خو دا ډول پرمختګ ډېر ورو دی او عام خلک لا اوس هم لرګي او خس د سون د توکو په ډول استعمالوي.

د کیلیفورنیا ایالت د San Diego School of Medicine ښوونځي او نورو ادارو ساینسپوهانو د لرګیو او ګازو د نغري پرتلنه کړې او سروې یې په هندوستان کې ترسره شوې. ویل کېږي چې د سروې په ترڅ کې معلومه شوه چې د دوی په سږو کې زیان لرونکي ګازونه شتون لري او د لرګیو په سوځولو سره یو ډول ککړتیا او د اینډوټاکسن په نوم بکټریا راپیدا کېږي او سږي بیا نه شي کولی چې ګازونه تبادله کړي. دغه راز له سروې دا هم ثابته شوه چې پنځوس سلنه یا یو په درې برخه ښځو یې د سږو ګازونه درلودل.

وروسته بیا له کمپیوټر ټوموګرامۍ څخه ګټه واخیستل شوه او ترې معلومه شوه، چې د نغري د لوګي په سبب راپیدا کېدونکي زیانونه که څه هم د ساه په اخیستلو کې کومه ستونزه نه رامنځته کوي، خو د سږو د خرابېدو سبب کېدلی شي. دغه راز د سږو فعالیتونه هم اغېزمن کوي او دننه یې سوخت په ډېرېدلو راولي.

بله خوا د نړۍ د غریبو هیوادونو حکومتونو ته دا مشوره ورکول کېږي، چې دوی دې د لرګیو او خسو د سوځولو پرځای داسې توکي برابر کړي، ترڅو یې چاپیریال له ککړتیا ځیني بچ وساتل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

بليو سټېټ ښار ١

د نړۍ لومړنى په اوبو کې ګرځېدونکى ښار، دا ښار چېرته او د کورونو بيې يې څومره دي؟

په نړۍ کې په لومړي ځل يو داسې ښار جوړ شوى دى، چې په سمندر …