کورپاڼه / خبرونه / پر بابر اعظم تورونه لګوونکې ښځه محکمې ته لاړه
بابر اعظم

پر بابر اعظم تورونه لګوونکې ښځه محکمې ته لاړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم باندې چې کومې ښځې تورونه لګولي دي، هغه ښځه د بابر اعظم پر ضد اوس محکمې ته تللې ده.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د حامزه مختار په دغه ښځه د لاهور محکمې ته تللې ده او د بابر اعظم، محمد اعظم، فېصل اعظم، کامل اعظم او محمد نويد پر ضد يې د عريضې غوښتنه کړې ده.

دغه ښځه وايي، چې له ٢٠١٢ کال راهيسې ورسره بابر اعظم ناروا اړيکې لرلې او په دې وخت کې هغه حامله هم شوه، چې وروسته يې پرې حمل ليرې کړ.

هغه وايي، چې پوليسو ته هم تللې وه، خو د بابر اعظم پر ضد پوليسو د هغې عريضه ونه ليکله. يادې ښځې له محکمې غوښتنه کړې ده چې د يادې حوزې د پوليسو مشر دې هم په دې محکمه کې شامل شي.

بابر اعظم

په راپور کې ويل شوي دي، چې محکمې د يادې حوزې پوليسو څخه د ځواب غوښتنه کړې ده او ورته يې ويلي دي، چې که دا ښځه د عريضې لپاره ورغلې وه، نو ولې يې عريضه ونه ليکل شوه او که ليکل شوې، نو څه پلټنې يې وشوې؟

حامزه مختار همدا راز له محکمې څخه غوښتنه کړې ده، چې د بابر اعظم کورنۍ ورته اخطارونه ورکوي او له محکمې څخه يې غوښتنه کړې ده چې له دې کاره دې يې منع کړي.

دغه ښځه وايي، چې په ٢٠١٠ کال کې بابر اعظم هغې ته د واده وړانديز وکړ، چې هغې هم دا وړانديز ومانه، خو وروسته چې يې کله کورنيو ته دا خبره وکړه، نو کورنيو يې دا خبره ونه منله او بابر اعظم او دې پرېکړه وکړه چې په محکمه کې به واده کوي.

بابر اعظم

حامزه مختار زياتوي، په ٢٠١١ کال کې بابر اعظم زه په دې خبره له کوره بوتللم، چې په محکمه کې واده کوو او له هغه وروسته موږ په بېلا بېلو ځايونو کې ګډ وخت تېر کړ.

نوموړې وايي، چې زما په بيا بيا غوښتنه هم بابر اعظم ماسره نکاح ونه کړه، هغه وايي له ٢٠١٤ څخه مخکې يې د دندې ترڅنګ د ارايش ځاى جوړ کړ او د بابر اعظم ټول مصارف يې په غاړه واخيستل.

حامزه وايي، په ٢٠١٤ کال کې چې کله د بابر اعظم نوم د پاکستان ملي لوبډله کې راغى، نو له هغه وروسته يې له هغې سره چلند بدل شو. ((زه په ٢٠١٦ کال کې حامله شو او کله چې مې بابر اعظم ته وويل، نو هغه ډېر بد چلند وکړ او ماته يې وويل چې حمل وغورځوه.))

بابر اعظم

حامزه مختار وايي، په ٢٠١٧ کال کې ما د بابر اعظم په تړاو پوليسو ته شکايت وکړ، خو پوليسو زموږ ترمنځ راضي نامه وکړه او راضي نامه په دې وشوه، چې بابر اعظم به له ماسره واده کوي.

دغه ښځه وايي، چې لس ورځې وړاندې يې يو ځل بيا پوليسو ته شکايت وکړ او د نومبر په ٢٠مه نېټه چې بابر اعظم له پاکستانه بهر تللو، نو زنګ يې ورته وکړ، چې که پوليسو ته لاړې يا دې بيا د واده غوښتنه وکړه، نو ژوند به دې له لاسه ورکړې، تاته پته نشته چې زه له تاسره څه کولاى شم.

حامزه مختار وايي، چې ماسره له لس کلونو راهيسې دا هر څه ترسره شوي دي او زه نور انصاف غواړم.

دا هم ولولئ

اسټرالیا

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام پیل په بریا وکړ

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د …