کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ګربز او نوين لوبډلې د شاهد اپريدي او ځاځي لوبډلې ته ماتې ورکړه
نوين الحق

د ګربز او نوين لوبډلې د شاهد اپريدي او ځاځي لوبډلې ته ماتې ورکړه

په لنکا پريمئير ليګ کې د رحمان الله ګربز او نوين الحق لوبډلې په نننۍ لوبه کې د شاهد اپريدي او حضرت الله ځاځي لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) ٦مه لوبه د کنډي ټسکرز او ګال ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ګال ګليډيټرز پچه وګټله او لومړى يې د کنډي ټسکرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کنډي ټسکرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې برينډن ټيلر ٥١ ناسوځېدلې، کوشل مينډس ٤٩، کمينډو مينډس ٢٨، کوشل پريرا ٢٧ او رحمان الله ګربز ١٩ منډې ترلاسه کړې.

د ګال ګليډيټرز له لوري لکشن سنداکن ٢، محمد شيراز، محمد عامر او اکيلا دننجايا ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٩٧ منډو هدف په تعقيب د ګال ګليډيټرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٧١ منډې وکړې، چې د ٢٥ منډو په توپير يې دريمه ماتې هم په برخه شوه.

د دوى له لوري دنوشکا ګوناتليکا ٨٢ او شيهان جى سوريا ١٧ منډې وکړې. حضرت الله ځاځى بيا په ٢ او شاهد اپريدى په صفر وسوځېدل.

د کنډي ټسکرز له لوري نوين الحق، سيکوج پراسنا، اصيله ګونارتنى، ديلروان پيريرا او مناف پټيل ١-١ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه برينډن ټيلر ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې دا د دواړو لوبډلو دريمه لوبه وه، چې د ٢ ماتو وروسته کنډي ټسکرز لومړۍ بريا خپله کړه، خو ګال ګليډيټرز بيا له دريمې ماتې سره هم مخ شوه.

سبا (د دسمبر په لومړۍ نېټه) به لومړۍ لوبه د کولمبو کنګز او ډمبوله وايکينګ او دويمه لوبه د جافنا سټالينز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

په دې لوبه کې د نوين الحق او محمد عامر ترمنځ لفظي شخړه هم ترسره شوه، چې د لوبې له بايللو وروسته د ګال ګليډيټرز لوبډلمشر شاهد اپريدي د محمد عامر په ملاتړ په نوين الحق غصه وکړه او نوين الحق ورته په ځواب کې وويل: ((پښتون يې پښتو وايه، پنجابي مه غږېږه.)) چې د دواړو ترمنځ دا ويډيو هم ډېره لاس په لاس کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

جو روټ

انګلستان د سريلانکا د ١٣٥ منډو په ځواب کې ٤٢١ منډې وکړې

د سريلانکا او انګلستان ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې …