کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه يې وويل؟
شاهد اپريدى او نوين الحق

د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه يې وويل؟

پرون په لنکا پريمئير ليګ کې د افغانستان چټک توپ اچونکي نوين الحق له دوه پاکستاني لوبغاړو محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه رامنځته شوه.

که څه هم د کرکټ په لوبه کې شخړې کول او بد توري کارول ډېر بد کار ګڼل کېږي، خو پاکستانيان بيا په ټوله نړۍ کې په دې مشهوره دي، چې په کرکټ کې هم دوى له خپلو بدو چلندونو څخه لاس په سر کېږي نه.

پرون چې د کنډي ټسکرز او ګال ګليډيټرز ترمنځ لوبه روانه وه، نو د لوبې پر مهال د نوين الحق او محمد عامر ترمنځ لفظي شخړه وشوه، چې لوبڅار يې هم منځ ته راغى. دا شخړه د دواړو ترمنځ ان د لوبې تر پاى پورې روانه وه.

کنډي ټسکرز د ګال ګليډيټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اپريدي او عامر لوبډلې دريمه ماتې هم وخوړه.

د لوبې په پاى کې چې کله لوبغاړو يو بل ته لاسونه ورکول، نو شاهد اپريدي په نوين الحق سترګې راسرې کړې او ورته يې وويل، چې ته لا پېدا هم نه وې، چې ما سليزه وهلې وه.

نوين الحق يې هم ځواب بېرته په خوله کې وروچ کړ او ورته يې وويل، چې پښتون يې، پښتو وايه، پنجابي مه غږېږه.

په اصل کې د نوين الحق او محمد عامر په ٢٠١٦ کال کې هم يو ځل شخړه ترسره شوې وه او اوسنۍ شخړه يې هم د هماغه شخړې دوام ښکاره کېږي، خو د شاهد اپريدي په يو پنجابي ننګه کول او افغان ته سترګې راويستل، د هغه په خوله کې بېرته وروچ شول.

شاهد اپريدي غوښتل په دې توګه د لوبې د ماتې غصه په نوين الحق سړه کړي، خو نوين الحق يې هم سابه ورپه مالګه کړل.

پاکستانيان تل دا فکر کوي، چې افغانانو له دوى څخه کرکټ زده کړى دى او بايد دوى ته ډېر زيات احترام وکړي، دوى په دې اړه بېخي فکر هم نه شي کولاى، چې افغانان به د کرکټ په برخه کې ځلېږي او له دوى څخه به لوبې ګټي.

د نوين الحق او محمد عامر له شخړې وروسته د شاهد اپريدي دا ډول غبرګون، په داسې حال کې چې هغه د ګال ګليډيټرز لوبډلمشر هم دى، يوازې او يوازې له کرکې پرته بل هېڅ نه و، هغه که په رښتيا هم يو ښه کرکټر واى، بايد دواړو ته يې مشوره ورکړې واى، چې کرکټ د تفريح لوبه ده او شخړې پکې ځاى نه لري، خو شاهد اپريدي خپل بغض او کرکه په دې ډول ښکاره کړه.

په اصل کې پاکستانيان او په ځانګړې توګه هغه پاکستانيان چې پښتانه هم دي، له افغانانو سره کينه، بغض او کرکه لري او غواړي په دې توګه خپله کرکه څرګنده کړي.

د پاکستان يو شمېر پخواني کرکټ لوبغاړي، لکه شعېب اختر او نور يې تل د افغانستان کرکټ او افغان لوبغاړو په اړه تونده او سپکه لهجه کاروي او د خپلې کينې او کرکې ډکې څرګندونې بيا بيا په ويډيوګانو کې کوي، خو زموږ زياتره سينئير لوبغاړي بيا په دې اړه ځانونه غلي نيسي، خو زموږ ځوان لوبغاړي بيا نه يوازې په مېدان کې هم هر پاکستاني لوبغاړي ته د خپلې لوبې په مټ ځواب ورکوي، بلکې کږې خولې يې هم په سوک ورسموي.

دا هم ولولئ

اسټرالیا

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام پیل په بریا وکړ

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د …