کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ شمېره څنګه بدله کړو، چې ډاټا مو هم خرابه نه شي؟
وټساپ ١

د وټساپ شمېره څنګه بدله کړو، چې ډاټا مو هم خرابه نه شي؟

د وټساپ ډېرى کاروونکو ته ښايي دا معلومات نه وي، چې وټساپ څه وخت مخکې يو داسې بدلون په دې اپليکېشن کې راوستى و، چې که تاسې غواړئ چې د وټساپ شمېره مو بدله کړئ، نو چېټ (ميسجونه يا پېغامونه)، شمېرې او نوره ټوله ډاټا مو هم خوندي وساتئ.

د وټساپ وېبپاڼې د راپور په وېنا، د دوى دا ځانګړنه د انډرويډ او ايفون دواړو موبايلونو کې کار کوي.

د دې لپاره بايد څه وکړو؟

له هر څه دمخه په ځيرک موبايل کې وټساپ راخلاص کړئ. له هغه وروسته په پروفايل کې د سيټنګز مينيو راخلاصه کړئ، بيا د اکاونټ اپشن ته لاړ شئ او هلته په Change Number باندې کليک وکړئ.

له دې وروسته بيا په next کليک وکړئ او هلته د خپلې پخوانۍ شمېرې تر څنګ نوې شمېره هم ورزياته کړئ.

وټساپ به ستاسې نوې شمېره تاييد کړي او بيا به د پخوانۍ شمېرې پر ځاى ستاسې دا نوې شمېره راشي.

وټساپ ٢

کله چې ستاسې د موبايل شمېره بدله شي، نو له هغه وروسته ټولو نورو شمېرو او ګروپونو ته هم ستاسې نوې شمېره ورزياته شي او خلک به پوه شي چې تاسې خپله شمېره بدله کړه.

په دې ډول تاسې کولاى شئ چې خپل ټول پېغامونه يا له خلکو سره مو چې کوم ميسجونه کړي دي، ټول فايلونه، چې تاسې چاته لېږلي يا يې درته رالېږلي او نور هر څه خوندي پاتې شي او هېڅ شى هم ډيليټ نه شي.

د يادولو وړ ده چې وټساپ په نړۍ کې يو له زياتو کاروونکو اپليکېشنونو څخه دى، چې ويل کېږي په ټوله نړۍ کې شاوخوا ٢ ميليارده کسان يې کاروي او په ځانګړې توګه د پېغام رسونې يا له خلکو سره د اړيکو په برخه کې تر ټولو زيات له همدې اپليکېشن څخه کار اخيستل کېږي.

دا هم ولولئ

آیا له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې موجود فضایي مخلوق د ځمکې پر لور راروان دي؟

د فضایي مخلوق یا ایلین په اړه به مو ډېرې کیسې او فلمونه لېدلي وي، …