د هندي سينما مشهور هنرمند شاه رخ خان، چې له کرکټ سره ځانګړې مينه لري، د امريکا په کرکټ ليګ کې يې هم يوه لوبډله واخيسته، چې له دې سره د درې لوبډلو مالک شو.
د اي ايس پي اين کريک انفو د راپور په وېنا، د نايټ رايډرز ګروپ د امريکا په Major League Cricket کې هم يوه لوبډله اخيستې ده، چې دا سيالۍ به په ٢٠٢٢ کال کې ترسره شي.
د نايټ رايډرز ګروپ مالک شاه رخ خان دى، چې تر څنګ يې يوه بله هنرمنده جوهي چاوله او د هغې خاوند جى مهتا هم د دې ګروپ ګډ مالکان دي.
شاه رخ خان چې په هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د کلکته نايټ رايډرز او په کارابين پريمئير ليګ کې د ټرينباګو نايټ رايډرز لوبډلو مالک دى، اوس به په مېجر ليګ کرکټ کې هم د يوې لوبډلې مالک شي، چې له دې سره به د نړۍ په بېلا بېلو تجارتي ليګونو کې درې لوبډلې ولري.
د کريک انفو په راپور کې ويل شوي دي، چې په مېجر ليګ کرکټ کې به ٦ لوبډلې وي، چې يوه لوبډله به پکې د شاه رخ خان وي او دا ليګ به په لومړي ځل په ٢٠٢٢ کال کې ترسره شي.
د نايټ رايډرز ګروپ اجراييوي رييس وينکى مېسور وايي، چې موږ ته د مېجر ليګ کرکټ مسوولينو له لوري بلنه راکړل شوه، چې د دوى په ليګ کې ورسره مرسته وکړو او د ياد ليګ په ترسره کولو کې مهم رول ولوبوو.
د يادولو وړ ده چې د شاه رخ خان نايټ رايډرز ګروپ به د مېجر ليګ کرکټ سره په بېلا بېلو برخو کې کار وکړي او ځينې اوږدمهاله تړونونه به د دواړو ترمنځ ترسره شي.
د يادولو وړ ده چې سږکال د کارابين پريمئير ليګ اتلولي د شاه رخ خان لوبډلې ټرينباګو نايټ رايډرز لوبډلې ګټلې وه.