کورپاڼه / خبرونه / پاکستاني لوبغاړي په کرکټ کې د بد اخلاقۍ، فساد او شخړو نړيوال ريکارډ لري
شاهد اپريدى او محمد عامر

پاکستاني لوبغاړي په کرکټ کې د بد اخلاقۍ، فساد او شخړو نړيوال ريکارډ لري

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په نړيوال کرکټ کې د بد اخلاقۍ، فساد او شخړو نړيوال ريکارډ لري، ځکه د کرکټ په څېر ښايسته لوبه کې دا هر څه هم د دغه هېواد لوبغاړو راننويستل.

تېره ورځ د لنکا پريمئير ليګ کې د نوين الحق له محمد عامر سره لفظي تکرار او بيا د شاهد اپريدي په نوين الحق غصه، په دې پسې ډېر څه راياد شو.

څه وخت مخکې مې په کرکټ کې د فساد، شخړو او لانجو په اړه يوه ليکنه لوستله، کرکټ چې (جنټلمېن) لوبه ورته ويل کېږي، پکې ويل شوي و، چې په لومړي ځل پاکستاني لوبغاړو په نړيوال کرکټ کې د لوبو فيکس کولو، فساد او شخړو پيل وکړ.

د لوبو پر مهال خو د پاکستاني لوبغاړو له ويډيوګانو څخه يوټيوب ډک دى، چې زياتره د دوى شخړې د هندي لوبغاړو سره رامنځته شوي دي، چې شاهد اپريدى په دې برخه کې ښه پوره مهارت هم لري او يوټيوب يې له ويډيوګانو ډک دى.

د نوين الحق او شاهد اپريدي لفظي شخړه په دې ويډيو کې وګورئ

شاهد اپريدى موږ له دې هم ښه پېژنو چې د هګيو سليزه يې هم پوره کړې ده، خو په نړيوالو او شل اوريزو لوبو کې سل ځلې په صفر سوځېدلى دى او څومره تجارتي ليګونو کې چې لوبېدلى، په ټولو کې يې هم دا وياړ ترلاسه کړى دى او همدا راز له لسګونو نړيوالو لوبو کې يې له نورو لوبغاړو سره شخړې کړي او هغوى ته يې سپکاوى کړى دى.

همدا راز د پاکستان بل لوبغاړى محمد عامر، چې څه وخت وړاندې د پنځه کلن بندېز له ختمېدو وروسته بېرته نړيوال کرکټ ته راستون شوى دى.

په هغه باندې پنځه کلن بندېز د هغه د ښه کرکټ او ښو اخلاقو له امله نه و لګېدلى، بلکې په لوبو کې يې فساد کړى و او له همدې امله په کور کېنول شوى و.

د پاکستان کرکټ ملي لوبغاړو ډېرى ويډيوګانې هم په انټرنېټ کې پرتې دي، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې له خلکو سره غېر اخلاقي کارونه ترسره کړي دي، تازه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم باندې يوې ښځې تور پورې کړى دى، چې هغه يې حامله کړې او بيا يې پرېښې ده.

د پاکستان کرکټ له تاريخ څخه که څوک خبر نه وي، نو په انټرنېټ دې يې پلټنه وکړي، د کرکټ په برخه کې د پاکستاني لوبغاړو نړيوال تاريخ دى، چې په فساد، بد اخلاقۍ، د لوبو فيکس کولو او نورو لانجو لپاره ډېر بد نوم لري.

د قېس احمد له لوري د شاهد اپريدي د اوټ کېدو ويډيو

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانی کرکټر حسن علي وايي، مېرمن يې حامله ده او ژر به ۳ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علي وايي چې مېرمن يې حامله …