کورپاڼه / روغتيا / د مڼې د پوستکي حیرانوونکې ګټې
د مڼې پوستکي

د مڼې د پوستکي حیرانوونکې ګټې

د انګلیسي ژبې یو مشهور متل دی، چې هره ورځ یوه مڼه خوړل مو ډاکتر ته د تګ اړتیا نه پېښوي او دا متل به تقریباً ټولو اورېدلی وي او د مڼې په ارزښت به یې پوهولي یئ، چې د مڼې خورل د روغتیا لپاره څومره ګټور دی.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي، چې په مڼه کې په زیاته کچه فایبر موندل کېږي. دغه راز د مڼې په جوړښت کې شامل ویټامینونه، منرالونه او نور غذایي توکې د هر ډول ناروغیو د له منځه وړلو وړتیا لري. خو بله خوا ویل کېږي، چې د مڼې پوستکی د مڼې له داخلي برخې څخه نهه ځلې ډېر غذایي ګڼل کېږي، چې د مڼې ۷۵ سلنه فایبر په پوستکي کې شامل وي. کوم خلک چې د مڼې پوستکي غورځوي، که چېرته یې په ګټو وپوهېږي بیابه یې هیڅکله هم ونه غورځوي.

د امریکا د زراعت اداره (USDA) پخپل راپور کې وایي، چې د مڼې پوستکی په زیاته اندازه فایبر لري او د فایبر ځانګړتیا داده چې د لوږې احساس ختموي. دغه راز د ځیګر سرطان هم له منځه وړي او هډوکو ته ځواک ورکوي. بله خوا د هاضمې سیستم ته ښه والی وربخښي او د شکر لپاره هم ګټور ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې هره ورځ یوه دانه مڼه د پوستکي سره خوړل د سږو د ټولو ناروغیو مخنیوی کوي او د وزن په کمېدو کې ښه ثابتېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي، هغه کسان چې خپل زیات شوي وزن ته خپه وي، په ورځیني ډول دې یوه مڼه وخوري. دغه راز له پوستکي سره د مڼې د جوسو څښل په وزن کې حیرانوونکی کموالی راولی.

بله خوا مڼه د پوستکي سره خوړل د زړه له مختلفو ناروغۍ څخه هم مخنیوی کوي. د امریکا روغتیایي کارپوهان وایي، د مڼې پوستکی نه پرېږدي چې د وینې فشار دې لوړ شي، د کلیسټرولو لپاره بیخي ګټور تمامېږي او د وینې رګونه سمه ساتي، چې د وینې دوران ته ګټور تمامېږي.

دغه راز د مڼې پوستکی د پوتاشیم، فاسفورس او د کلسیمو لرونکی دی، چې د زړه، دماغو، عصابو، پوستکي او د هډوکو د ناروغيو په له منځه وړلو کې مرستندویه ثابتېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شین ګلپي یا برکولي څه شی دی؟

شین ګلپي یا برکولي د ګلپي یو خاص ډول دی، چې له ډېرو غوره غذایې …