د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى نوين الحق چې په لنکا پريمئير ليګ کې د کنډي ټسکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، په پرونۍ لوبه کې يې د پاکستاني لوبغاړو محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه رامنځته شوه.
شاهد اپريدى او محمد عامر د ګال ګليډيټرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې په پرونۍ لوبه کې محمد عامر توپوهنه او نوين الحق توپ اچونه ترسره کوله، چې د دواړو ترمنځ لفظي شخړه وشوه.
وروسته چې کله لوبه کې کنډي ټسکرز بريا خپله کړه او لوبغاړو يو بل ته لاسونه ورکول، نو د شاهد اپريدي او نوين الحق ترمنځ خبرې تبادله شوې، چې ويډيو يې ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوه.
دا هم ولولئ:
د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه وشول؟
پاکستاني لوبغاړي په کرکټ کې د بد اخلاقۍ، فساد او شخړو نړيوال ريکارډ لري
تازه نوين الحق هم د پرونۍ شخړې په اړه له خپل ټويټر اکاونټ څخه يو ټويټ کړى دى.
د افغانستان ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي، د ١٩ کلنو لوبډلې روزونکي او د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزي هم په دې اړه يو ټويټ کړى دى.
هغه د شاهد اپريدي (جګړه مت کرو) او د نوين الحق ځواب (پښتون يې په پښتو راته وايه) خبرې ليکلي دي او بيا يې ليکلي دي: ((محمد عامر لکه سې د بهينچود خبره کې غټ نوبال کړى و.))
جګړه مت کرو” @SAfridiOfficial ”پښتون يې په پښتو راته وايه @imnaveenulhaq محمد عامر لکه سی د بهينچود خبره کی غټ نوبال کړی وو.
Cricket#Aggression#Afghanistan @a_siab @HikHassan @Farhan_YusEfzai @ACBofficials— Raees Ahmadzai (@afghcricket) December 1, 2020
د رييس احمدزي دغه ټويټ نوين الحق هم ريټويټ کړى دى او ورسره يې ليکلي دي: ((No ball)) او د خندا ايموجي يې هم ورسره اچولې ده.
No ball 😂 https://t.co/cVgWQWp0Ni
— Naveen ul haq (@imnaveenulhaq) December 1, 2020
د يادولو وړ ده چې پرون د نوين الحق او عامر خان تر شخړې وروسته د شاهد اپريدي په دې ډول غبرګون باندې افغانانو سخت غبرګون ښکاره کړى دى.
— Naveen ul haq (@imnaveenulhaq) December 1, 2020
پرونۍ لوبه چې د کنډي ټسکرز او ګال ګليډيټرز ترمنځ ترسره شوه، د شاهد اپريدي لوبډلې پکې دريمه ماتې وخوړه او کنډي ټسکرز بيا بريا خپله کړه. ځينو خلکو په ټويټر کې بيا دا هم ليکلي دي، چې ځينې لوبغاړي په لوبه کې د ماتې خوړلو غصه په دې ډول وباسي.