کورپاڼه / روغتيا / پوزه مو بندېږي؟ د پوزې بندېدو مخنيوى په دې لارو وکړئ
د پوزې د خلاصولو اسانه لار

پوزه مو بندېږي؟ د پوزې بندېدو مخنيوى په دې لارو وکړئ

که چېرته مو پوزه بنده شي یا ډېره زیاته وبهېږي، نو د ساه په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ کېږو، چې بیا ورته بېلابېل درمل اخلو، خو ستونزه مو یا حل شي او یا هم لا پسې ځورونکي شي.

د Michigan State پوهنتون استاد ډاکتر لیزا ډي سټیفنو وایي، چې ځینې وختونه د درملو په استعمال سره د ناروغۍ ریښه دننه پاتې کېږي، چې د سېنې ناروغي او نورې ستونزې راته پیدا کولی شي. نوموړی وایي، که چېرته غواړئ چې بې له درملو او ډېر ژر  له ذکر شوې ناروغۍ څخه وژغورل شئ، نو دوه خبرې عملي کړئ.

– د ژبې او د ګوتمې د ګوتې استعمال:

پخپلو د ګوتمې په ګوتو د وروځو منځنۍ برخه له دریو څخه تر څلورو ثانیو پورې زور کړې او بیا خپله ژبه د خولې په پاسنۍ برخه ولګوئ، چې په دې ډول حرکت سره به ستاسې په پوزه کې موجود بلغم بهر راووځي. دغه راز تر شلو ثانیو پورې دا کار تکرار کړئ، نو آرام به ومومئ او د ساه په اخیستلو کې به له ستونزې وژغورل شئ.

– د کوچنۍ ګوتې استعمال:

که څه هم دا به درته ډېره عجیبه غوندې ښکاره شي، خو باور وکړئ چې دا یې غوره طریقه ده. یعنې د خپل ښي لاس وړه ګوته خولې ته یوسئ او څومره چې امکان لري په هماغه اندازه د خپل حلق غوښه پرې لمس کړئ ( د وروستي غاښ څخه اخوا برخې ته خپله ګوته یوسئ) او بیا پورته خوا ته فشار ورکړئ. دا کړنه تر دریو ثانیو پورې تکرار کړئ، چې په دې سره به د مخ غړي په حرکت راشي او بغلم به بهر راووځي.

دغه راز ویل کېږي چې د پوزې بندېدل او نورې ویروسي ناروغۍ د دفاعي سیستم د کمزوري کېدو په صورت کې رامنځته کېږي، نو ددې لپاره چې دفاعي سیستم مو ځواکمن وي، نو د پیازو استعمال ډېرو کړئ او دا ځکه چې پیاز د فاسفورس لرونکي وي، چې د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

آیا د ورزش نه کولو له اغېزو خبر یاست؟

ورزش یا سپورټ کول د صحت مندانه او روغ ژوند لپاره اړین وي، خو پوښتنه …