د ډمبوله وايکينګ لوبغاړو ښه توپوهنه او ښه توپ اچونه ترسره کړه چې د ٢٨ منډو په توپير يې د کولمبو کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه او دويمه بريا يې په خپل نوم کړه.
د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) ٧مه لوبه د ډمبوله وايکينګ او کولمبو کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل ډمبوله وايکينګ د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
ډمبوله وايکينګ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر داسون شناکا د ٤ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ په ٣٤ توپونو ٥٦، سميت پټيل ٣٠، اوپل تارانګا ٢٥ او انجيلو پيريرا ٢١ منډې ترلاسه کړې.
د کولمبو کنګز له لوري ايسورو ادانا او انډري رسل په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او دواړو ٣-٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز دوشمانتا چميرا ٢ او انجيلو ميتيوز ١ ويکټ واخيسته. قېس احمد په ٤ اورونو کې ٣٦ منډې ورکړې خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.
د ١٧٦ منډو هدف په تعقيب کې د کولمبو کنګز لوبډلې په ١٨.٤ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ١٤٧ منډې يې وکړې، چې د ٢٨ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د دوى له لوري لوري ايوانس د ٤ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٣٣ توپونو ٥٩ منډې وکړې او بل چا ښه توپوهنه ترسره نه کړاى شوه. همدا راز دوشمانتا چميرا ١٧ او قېس احمد ١٤ منډې ترلاسه کړې.
د ډمبوله وايکينګ له لوري سميت پټيل، ملينډا پشپا کمار، انور علي او پولينا تارانګا ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه داسون شناکا ته ورکړل شوه.
د يادولو وړ ده چې نن په لنکا پريمئير ليګ کې دويمه لوبه د جافنا سټالينز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. رحمان الله ګربز او نوين الحق له کنډي ټسکرز لوبډلې سره لوبېږي.