د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ٣ نورو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه هم مثبت راغلي دي، همدا راز د ١ لوبغاړي د ټېسټ پايله لا هم نه ده راغلې او هغه لوبغاړي چې د کورونا ټېسټونه يې مثبت راغلي، ټول ١٠ شو.
د نيوزيلېنډ د روغتيا وزارت وايي، چې د پاکستان د ٤٦ لوبغاړو او نورو کسانو د کورونا ټېسټونه د دويم ځل لپاره ترسره شو، چې د ٤٢ لوبغاړو ټېسټونه منفي راغلي دي، د ٣ لوبغاړو ټېسټونه مثبت دي او د ١ لوبغاړي ټېسټ پايله لا نه ده معلومه.
د نيوزيلېنډ د روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې دوى تراوسه پورې د پاکستان لوبډلې ته د تمريناتو اجازه نه ده ورکړې. دوى وايي، موږ ته روغتيا لومړيتوب لري او په دې اړه به هېڅ تېروتنه ونه کړو.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او نور سټاف يې د نومبر په ٢٤مه نېټه نيوزيلېنډ ته تللى و، چې هلته ټول د ١٤ ورځو لپاره کرنټين دي.
د يادو لوبغاړو نيوزيلېنډ ته له رسېدو وروسته په دريمه ورځ يې لومړى د کورونا ټېسټونه وشول، چې د ٧ لوبغاړو ټېسټونه مثبت راغلل. د ١٤ ورځو کرنټين کې په دريمه، شپږمه او ١٢مه ورځ د لوبغاړو ټېسټونه کېږي.
د نيوزيلېنډ د روغتيا وزارت د پاکستان کرکټ بورډ ته د پاکستاني لوبغاړو څخه شکايت هم کړى و او اخطار يې ورکړى و، که چېرته پاکستاني لوبغاړي ټول روغتيايي پروټوکولونه تعقيب نه کړي، نو دوى به له پاکستان سره سيالۍ لغوه او لوبډله به يې بېرته ورولېږي.
د پاکستان او نيوزيلېنډ ترمنځ د دسمبر په ١٨مه نېټه د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ پيلېږي او تر هغه مخکې د دسمبر په ١٠مه نېټه به د دواړو لوبډلو ترمنځ تمريناتي لوبې هم ترسره شي.